افغانستان

د طالبانو له نظامي روزنتون نه ۴۰۰ تنه فارغ شوي / انځوریز

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو په بيلابیلو ولايتونو کې د خپلو نظامي روزنتونو څخه کابو ۴۰۰ تنه فارغ کړي.

د استشهادي کنډکونو او نظامي معسکرونو د کمېسيون تر نوم لاندي د طالبانو هغه ټولۍ چې د طالب سرتيرو د نظامي او فکري روزني دنده ور له غاړي ده نن ټکي اسيا ته په را لېږلي پيغام کې منلې چې ۴۰۰ تنه زده کوونکي يې له دوو میاشتنیو مسلسلو زده کړو وروسته فارغ شوي.

دوی وايي سرتيرو يې ((د ۶۰ ورځنیو دورو په ترڅ کې د اسلامي عقيدې، حنفي فقهي، نبوي سيرت، دعوت، استخباراتو، نړیوالي نقشې، درنو او سپکو وسلو، نایټ ویژن او لیزري دوربینونو، جګړیزو تکتیکونو ، عسکري حرکتونو او هر راز پوځي روزني په برخو کي ځانګړي او مهمې زده کړي تر لاسه کړي دي.)).

هڅه مو وکړه د ياد کمېسيون له يوتن فعال او برجسته غړي څخه د فارغ شويو طالب سرتیرو اړوند معلومات وکړو ، بريالي شو ، بالاخره مو د همدې کمېسيون د يوې ډلي ((خالد بن ولید رضي الله تعالی عنه پوځي روزنتون )) مسؤل مولوي حسان جوهر پيدا کړ ، نوموړي د ۴۰۰ تنو فارغ شويو طالبانو اړوند وويل :

((دا فارغ شوي سرتيري د هغو طالبانو له جملې څخه شمېرل کيږي چې د هر کال په اوږدو کې يې شمېر ۲۵۰۰ تنو ته رسيږي ، د هيواد په بېلا بيلو برخو کې موږ د مبارکو صحابه يې کرامو په نومونو معسکرونه (نظامي روزنتونونه) لرو چې زموږ د کمېسيون څانګي بلل کېدای شي ، زموږ کمېسيون کابو ۴۵۰ تنه علماء ، نظامي کارپوهان او باتجربه استادان لري چې زده کوونکو ته هر اړخیزي نظامي زده کړي ورکوي او په فکري لحاظ يې سمبالوي)).

مولوي حسان جوهر وايي : دا سرتيري يې راتلونکو پسرلنيو عملياتو ته چمتو کړي ، له اوسني روان جګړيز حالت سره لازمي او ځانګړي زده کړي يې ورکړي ، جسمي او فکري روزنه يې اخيستې چې په وينا يې د جګړې ډګر ته به په نوې روحیه دانګي.

د فارغ شویو طالب سرتیرو د نظامي زده کړو ځيني انځوریزي صحنې:

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

ولس پوهييږي چي دا خلک څوک دي او د کوم ځايه راغلي دي ؟
دا ديرشۍ مو ورته د کوم ځايه پيدا کړي دي ؟ کوم ملک سره د ديرشيو قراردات لري ؟ د وسلي قراردات لري ؟ بس تکړه شي د روس او ايران او امريکي او پاکستان لپاره خپل خلک داسي ووژني چي تاريخ يي د ليکلو توان ونه لري ؟

Afghan

دعکسونو څخه داسی معلومیږی چه دا د پاکستان ملیشه،او فوځ دی،په داخل د پاکیستان کی د تریڼګ کمپونه لری،د یو قسم بوټی چه برړه نومیږی په عکس کی لېدله کیږی،دا بوټی پاکستان کی دی،دا هسی دطالیبانو نظامی تبلیغ دی.او که رښتیا هم وی نو موږ عام ولس ته یی روزلی دی.او موږ عام ولس په وژنی،امریکایان ،او ناټو ډیرپه محفوظ ځایونو کی ناست دی،هغوی ته کوم ضر ر نه رسوی.د دی مطلب دا دی چه بیا به ډیری میاندی وژاړی،او بیا به ډیری ښځی کونډی شی،او ډیر ماشومان به یتیمان شی.اوډیربه تنکی ځوانان په اور کی لمبه شی.او ټوټی ټوټی… نور لوستل »

فرهاد افریدی

پاک ارمی.چه زور پری راشی بیا وایی چه طالب بیچاره د کلو په دودی ژوند کوی.،..خو چه بیا یی زور برابر شی بیا نو نظامی مرکزونه د پاک ارمی دریشی گانی.ترینینگونه وخایی.،افغان ملت هغه پخوانی ملت ندی چه طالب جان به پری د یو وخت لمونز سو زلی کولو ،اوس ستاسی په هر چل او فریب پوهیگی،نو نو مهربانی وکری داد طالب نامه مه بدناموی،او مه پری ریختنی طالبان بمباروی،ستاسو د لاسه ددین ریختینی طالبان هم په اور کی ولار دی،که داسی زمریان مستقیم د افغانستان د اردو سره محاذونه خلاص کری د جنگ ساحی معلومی کری،چه مونگ هم وگورو… نور لوستل »

پشتون

آفریدی صاب
ستا سو خپل ده باباگانو (آمریکایانو) په طیاریو او تانگونو او توپونو زره پره دی که چیری دا شیطانی قدرت ستا سو و شات نه وی نو تاسو به لکه جغالان وطن پریژدی .
اوس هم طالب قهرمان دی چه خپل وطنی یی نه دی پرییشی او د توله کفر په مقابل کی جنگیژی

haji

افغان او afghan غلامانو وایی [[ مړی چه خدای شرموی د پریمنځلو وخت کی یی ناولتیا په تخته پاتی شی ]] غین افغان چه په پشتو یی نوم لیکل شوی له هماغه څخه غلام افغان جوړیږی په انګریزی afghan افغان لیکی . عین خبری لیکی وایی چه [[ دا دیرشی مو ورته له کومه کړی ]] یعنی دا خو زما بادار ( امریکا ) زمونږ غلامانو ته تولیدوی دوی فکر کوی چه عسکری قوه او د هغو کالا او لوژیستکی مهمات خو د لوی دجال ( امریکا ) له خوا تهیه او توزیع کیږی . له ډیرو سوچونو وروسته وایی… نور لوستل »

د چرخ آغاصاحب

الحمد لله
همدغه اصلی مجاهدین او د دین او وطن اصلي مدافعین دي
که کمونستان هر حومره خفه او وارخطاء کیژی خفه او وارخطاء دی شي
د دوی وارخطائي زموژ د پاره د فخر جای دی

pattang

دا خو ساده خبره ده تاسو د اشغالګرو سره خپل لاسلیک لرې او منسوخ کړۍ او مذدوري اشغالګرو ته مه کوۍ نو پر دې
صورت دې زمونږ سترګې ړندې شي چې چاته به تاوان رسوو !!

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx