نظــر

ديوهيرشوي اتل پيژندنه

نن مي دارواښادقدرت الله خان حداد دملي تاريخ ليكوال اوپه گران هيواد افغانستان ريښتينې خواخوږي ليكنه د (غازي اولاتي) ترسرليك لاندي ولوسته چي تيراواوسنې واقعات په كي دواقعيت اوحقيقت په منطقي توگه انځورشوي دي

چي لاتيان چاته اوغازيان چاته ويل كيده اوڅوك ول اوهم مي نن په اس ،سي ،پ،ار،ډي او نن ټكي اسيا ويبپانوكي په وزيرستان دپنجابيانولخوا پراخ نظامي عمليات روان دي اوترسلوزرو زياتي كورنئ دخوست ولايت ته كډوال شوي دي نوماته هغه هير شوي شهيداواتل كيسه په سركي راوگرځيده چي تاسودرنولوستونكوسره يي شريكوم :

په كال ١٣١١هجري شمسي انگريزانو په وزيرستان اومهمندو هوايي بمبارد وكړنو په هغه زمانه كي ټول پښتانه يو وجود شميرل كيده نو په كابل كي يوعالم اوغازي دځانه سره پريكړه وكړه چي دخپلو ورونو بدله د انگريزانوڅخه بايد دلته په كابل كي واخلم چي لومړي دوخت دبهرنيوچارووزيرفيض محمد ذكريا ته ورغي هغه نه ول دهغي ورسته د انگلستان سفارت چي په كارته پروان كي موقعيت درلود ورغي اوهلته يي دسفيرپوښتنه وكړه چي هغه هم حضورنه درلود يو بل انگريز ورته راووتلو نو دغه غازي خپلي تمانچي ته لاس كړ يو تن انگريز،يوهندي او افغان وويشتل تمانچي يي وغورزوله اوسگريټ يي راويستلوپه څكلويي پيل وكړاوورسته دامنيتي قواوو لخوا زنداني شو.

چي دڅو ورځوپه تيريدوسره په داعدام حكم وشو نوكله چي دتوشيح لپاره دوخت پادشاه نادرخان ته سره د محكوم وروړل شونو اعلحضرت نادرخان دحكم دتایيدپه هكله محكوم ته وويله چي (احساس تان قابل قدراست مگرمن هيچ كمكي كرده نميتوانم) دهغي جواب داوو چي ما دخپلوورونوبدله واخيسته اوس چي هرڅه كوئ زه ورته حاضريم اورخصت يي كړ چي دكوټوالي په گنبدكي په داروځړول شوو چي دكابل ښارټول اوسيدونكي يي ننداري ته راغلي ول كله چي يي حق حقدارته وسپاره نوبيا ارواښادغلام محمدفرهادپاپا رامخ ته شوو او په كټ كي يي مړي واچاوه اودهغي په پلرنئ هديره ميدان كي يي خاوروته وسپاره .

دا نوميالي چي لومړي غازي بياشهيداواوس اتل شوو دا انجينرعظيم خان منشي زاده نوميده چي په جرمني (المان) كي لوړي زده كړي سرته رسولي وي اوپه اماني ليسه كي استادوو.

راشئ ددي وخت لارډيانوته زيرشي چي پته او ادرس يي د دوي لخواء وركول كيږي او په وژنه يي خوشحالئ كوي افسوس افسوس زمونږ په حال چي دتاريخ نه يي ولي نه

زده كوو پردي پردي دي اويوه ورځ به بيا پوه شوو چي څومره غلطي موكړي ده په پاي

زه خپلي خبري ديوشاعرپه شعر راټولوم چي لارډيانواو د هغو گوډاگيانو ته وايي.

كه نمرودي اورته مي نه دانگل خليل به نه يم
                               كه فرعوني لښكرمي غرق نه كړلونيل به نه يم
كه ابرهه رانه پليتقدم كعبه كي كيښود
                             دټپوسانوسرمي بوله ابلبيل به نه يم
په پښتني درنښت
ساپي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x