افغانستان

په کابل ښار کې د پولیسو یو قوماندان وژل شوی

نن ټکی آسیا: ناپېژاندو وسلوالو نن د کابل ښار د اوومې حوزې په سېمه کې د پولیسو یو مشهور قوماندان وواژه.
د پروان د پولیسو قوماندان خلیل الله ضیايي ومنله، چې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د پولیسو مشر شین ګل چې نن یې کابل ته سفر کړی و، هلته تر وسلوال برید لاندې راغی او له خپل موټر چلوونکي سره ځای پر ځای ووژل شو.

نوموړي وویل، چې دا پېښه نن د اوومې حوزې په سېمه کې را منځته شوه.
ویل کېږي،چې برید کوونکي د پېښي له ځایه په تېښته بریالي شوي.
تر اوسه هېچا د پېښي مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x