ورزش

آی پي ایل: مجیب ځدراڼ د ننۍ سیالۍ اتل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې نن مجیب الرحمن د خپلې لوبډلې لپاره اتل شو او په سخت وخت کې یې ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په پای کې یې لوبه هم وګټله.

ننۍ لوبه چې د مجیب ځدراڼ او دهلي ډیر ډیویلز لوبډلو ترمنځ ترسره، په کې مجیب پخپلو لومړي دوه اورونو کې ۵ منډې ورکړې او یوه مهمه ویکټ یې ترلاسه کړه، چې په پای کې وروستي اور ته راوستل شو او په داسې وخت کې ۱۷ منډو ته اړتیا وه.

د یوه سوکه توپ اچونکي لپاره وروستی اور په داسې وخت کې ترسره کول چې تکړه توپوهونکی هم ولاړ وي سخت دی، خو مجیب ځدراڼ پخپلو تاوونکو توپونو پرینښود توپوهونکی ترې منډې پوره کړي او د ۴ منډو په توپير یې سیالۍ وګټله.

د مجیب لوبډلې لخوا په ننۍ لوبه کې تکړه لوبغاړی کریس ګېل هم نه و، چې دوی په ټولو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۳ کمې منډې جوړې کړې، چې د مخالف لوبډلې لپاره ټاکلی هدف ستونزمن نه و.

خو د نورو توپ اچونکو په ګډون مجیب ځدراڼ هم په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او مخالف لوبډله یې ټاکلي هدف پوره کولو ته پرینښوده، او خپله پنځمه سیالۍ یې هم وګټله.

د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مینټر وریندر سیواګ هم مجیب ځدراڼ وستایه، او هغه یې د خپلې لوبډلې مهم توپ اچونکی وباله، نوموړي د هغه د ۴ اورونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې مخالف لوبډله یې له فشار سره مخ کړه او په مهم وخت کې يې ویکټې هم ترلاسه کړې.

مجیب ځدراڼ پخپلو ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او ۲ مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې، دده ترڅنګ راجپوت په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې چې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د مجیب ځدراڼ لوبډله په دې بریا سره د لیست سر ته لاړه، دوی له شپږو سیالیو څخه پنځه ګټلي، او همدا ډول ددوی ننۍ مخالف لوبډله دهلي ډیر ډیویلز د لیست پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x