نړۍ

ترافيکي پېښه کې ۵۵ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل):د پاکستان بلوچستان ایالت په کوهلو سیمه کې د ترافيکي پيښي له امله د ایف سي ځواکونو ۴ تنه وژل او ۵۱ نور زخميان دي.

د جیو نیوز له راپور سره سم پېښه د کوهلو سيمي تمبو کراس ته څېرمه را منځته شوې.

سرچينه زیاتوي د پيښي له امله ژوبل شوي کسان د تداوۍ په موخه ایف سي روغتون ته لېږل شوي او په روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی.

د ایف سي روغتون څخه ځيني سرچينو رسنيو ته ويلي چې د روغتیاپالانو د کمښت له امله اوس مهال ټپيان د څرخي الوتکو په مرسته د بلوچستان مرکز کوټي ښار ته وړل کيږي.

داسي ښکاري چې د ایف سي ځواکونو مازدا ډوله موټر له لوړ ځايه لوېدلی او چپه شوی وي خو د پيښي کره لامل لا هم نه دی په ډاګه شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx