افغانستان

مذهبي سيکولرېزم! زاهد جلالي

کشر وم چې امريکې ته لاړم، هلته واوسېدم، زده کړه مې وکړه، مشر شوم، دنده مې وموندله، د امريکايي په صفت په يوه بانک کې په کار بوخت شوم.. په بانک کې زه يوازينی مسلمان وم. نور ټول عيسايان او يهودان وو. زما اسلاميت هم يوازې د اسنادو له مخې و، نور زه هم کټ مټ د دوی په څېر وم.

موږ ټول امريکايان وو او ديني مسايل هېڅ مطرح نه وو او نه زما له کړو وړو دوی ته زما مسلماني ښکارېده، خو په اسنادو کې يې ليدلي وو چې زه مسلمان يم!

ما ځان افغان نه باله، ويل مې امريکې کې لوی شوم، د دې ځای تذکره لرم او د امريکايي په صفت په دنده بوخت يم. خو پلار به مې تل «افغانيت» ياداوه او وياړ به يې پرې کاوه، تر دې حده به يې ډېر تکراراوه چې آخر به يې ستړي کړو!

د افغان جهاد پر مهال به مې پلار له روغتونه افغان ټپي مجاهدين راوستل او په کور کې به يې ځای ورکاوه. موږ درې کوټې لرلې، هغه به دوه ټپيانو ته تشې کړې او په يوه کوټه کې به موږ ټول اوسېدو، چې دا کار به زموږ د خواشينۍ لامل ګرځېده، مګر پلار به تل ويلې چې موږ افغانان يو او بايد د وطن په غم کې څه نا څه شريک شو!

زه د افغانيت او اسلاميت په معنا هغه وخت کې پوه شوم، چې په بېنک کې به يهودي او عيسايي امريکايانو په ځينو بې معنا پوښتنو آزارولم. کله به يې راته ويلې چې ته خو مسلمان يې او کله افغان، په داسې حال کې چې زه هم د دوی په څېر امريکايي وم، خو دوی غوښتل په دغو الفاظو ما وځوروي او راته ښکاره کړي چې زه له دوی نه بېل سړی يم، له افغانستان نه يم او مسلمان يم!
پلار به مې تل راته ويل چې ته افغان يې، بايد افغانستان ته لاړ شې او وطن ته خدمت وکړې.. ما هم داسې احساس کاوه چې بايد اصلي وطن ته لاړ شم او يوه موده هلته واوسم. پلار مې عسکري دوره تېره کړې او وطن ته يې خدمت کړی و، ما هم ويل چې بايد  دعسکري دورې په اندازه به افغانستان کې وخت تېر کړم.

راغلم افغانسان ته او په يوه شخصي بانک کې په دنده بوخت شوم.. دوه کاله وروسته بېرته امريکا ته لاړم. پلار رانه پوښتنه وکړه چې ولې بېرته راغلې؟

ما ورته کړه: د عسکري دورې په اندازه وخت مې تېر کړ.

– ته خو تر اوسه په دې خبرو پوه نه شوې؟

– څنګه؟ خو خدمت مې وکړ او بېرته راغلم.

– ته بايد امريکا هېره کړې، افغانستان دې وطن دی، بايد هماغلته واوسېږې او خپلو خلکو ته خدمت وکړې!

– ښه بېرته ځم.

بېرته وطن ته راغلم. دلته په يوه بانک کې رييس شوم. څه موده وروسته د پلار د ناروغۍ خبر راغی. پوښتنې ته يې ورغلم. پلار مې راته ويلې چې زه ناروغ يم او خپل جسد بايد اصلي ځای ته ورسوم، زه بايد افغانستان ته لاړ شم او هملته خښ شم!

زه يې له ډاکټرانو سره وغږېدم او ورته مې وويل چې دی افغانستان ته د تلو ارمانجن دی، غواړي خپل اصلي وطن کې خښ شي او دا هيله يې بايد حتمي ترسره شي، نو تاسې يې ژر علاج وکړئ..

ډاکټرانو هو وکړل، خو په زړونو کې يې بل څه تېرېدل، دوی نه غوښتل چې د يوه مسلمان هيله تر سره شي.. دوی ويلې چې بايد همدلته مړ شي او همدلته خښ شي! نو علاج يې قصدي ځنډاوه. څه موده وروسته د پلار وړه ناروغي په سرطان بدله شوه او مرګ ته لا ډېر لنډ شو، خو ډاکټرانو بيا هم په اخلاص علاج نه کاوه او نه يې غوښتل چې جسد يې افغانستان ته ورسېږي!

وخت تېرېده.. زه هم افغانستان ته راغلم او په کار بوخت شوم.. يوه روځ په بانک کې په دنده بوخت وم. ټليفون وشرنګېده، کتل مې چې له امريکې زنګ راغلی.. د کورنۍ غړي مې د پلار د وفات دردناک خبر راکړ او ويل يې چې ځان ژر راورسوه!

د پلار دا هيله چې وطن کې خښ شي، تر سره نه شوه، بلکې امريکې کې خښ شو.

دا هغه څه وو چې پر ما تجربه شول، يو داسې څوک چې له امريکايانو سره په کړو وړو کې هېڅ توپير نه لري، يوازې نوم يې د افغان او مسلمان دی او په اسنادو کې يې دين له دوی سره مختلف دی! دوی که څه هم د سيکولرېزم نارې پورته کوي، خو زړونه يې له ديني عقدو ډک دي، دوی نه غواړي چې يو مسلمان دې آرام وي او يوه وړه هيله هم تر سره شي.

پورتنۍ کيسه د يوه افغان-امريکايي د ژوند تجربه ده. موږ دا اورو چې په امريکا کې سيکولرېزم دی او دين د دوستۍ او دښمنۍ اساس نه شي ګرځېدلای، خو له اسلام او مسلمانانو سره دوی دومره عقده لري چې د يو بوډا مسلمانان د يوې وړې هيلې د ترسره کېدو مخه نيسي او يو څوک چې تش په نامه مسلمان او افغان دی، په خپل اعتقاد يې ځوروي..

خدای تعالی فرمايي: “قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَر”

دوی په خولې خپله کينه ښکاره کوي او په زړه کې يې تر دې ډېره ده.

—–

لیکوال: زاهد جلالي، کالم: بغاوت، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x