نړۍ

يمن: د واده پر مراسمو د سعودي بمبار ۲۰ تنه وژلي، ۴۰ ټپيان دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غويي، ۱۳۹۷ل): د یمن په شمال لویدیځ کې روغتیايي او ځايي سرچینو ویلي چې د یوه واده پر مراسمو د سعودي په مشري د ایتلافي الوتکو په بمبار کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول او ۴۰ تنه نور ټپیان شول.

بمبار تېره شپه ناوخته د «حجه» په سیمه کې را منځته شوی.

https://www.youtube.com/watch?v=shBi3g93aK4

د جمهوري روغتون مشر د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ددوی روغتون ته ۴۰ جسدونه رسیدلي چې اکثره یې په ډیر بد حالت کې ټوټه ټوټه وه.

د نوموړي په وینا په ۴۶ ټپيانو کې يې ۳۰ تنه ماشومان وه چې د واده پر مراسمو د بمبار له امله ټپیان شوي وه.

بلخوا د سیمې خلکو ویلي چې ۲۰ تنه د بمبار له امله مړه او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

باید وویل شي چې د تیرې جمعې په ورځ هم د تعز ښار په لویدیځه کې د بمبار له امله ۱۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي وه. دغه برید هم د ایتلافي ځواکونو الوتکو کړی وو.

ویل کیږي چې بمبار پر یوه لوی موټر شوی وو چې له امله یې درنه مرګ ژوبله را منځته شوې وه.

په دې وروستیو کې د سعودي په مشري د ایتلافي ځواکونو الوتکو په یمن کې بمباري زیاته کړې او په ځانګړي ډول ددغه بمباریو له امله اکثره ملکیان وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ښه خیر دی، پروا نشته، آزادی ده هر څوک هر څه چه زړه ئې وغواړی کولای شی منتهی د حساب او کتاب په ورځ به ددې آزادانه! اعمالو ځواب وائي.
پر چلتارونو مو لعنت سه ستاسی آل سعود ( آل یهود).

نورالدین

ان الله سریع الحساب

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x