
سعودي: د بس په ټکر کې څلور برتانوي عمریان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غويي، ۱۳۹۷ل): په مکه مکرمه کې د یوه بس او د تیلو د ټانکر تر منځ د ټکر له امله ۴ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور سره سم پېښه د مکې مکرمې په الاخلاص ټاون کې هغه وخت را منځته شوه کله چې د عمرې زایرینو موټر حرم شریف ته روان وو.
ویل کیږي چې په مسافر وړونکي بس موټر کې ۱۷ برتانوي زایرین وه چې د هغو څخه یې ۴ تنه مړه شوي او ۱۲ یې ټپیان شوي دي.
په سعودي کې د برتانیې سفارت ویلي چې دوی د خپل بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دي تر څو د قربانيانو د کورنیو لپاره ژر تر ژره سعودي ته د تګ زمینه برابره کړي او هغوی د خپلو ټپي شویو مسافرو سره یو ځای کړي.
باید وویل چې تېر کال ۲۰۱۷ په جنوري میاشت کې هم د یوې ترافیکي پيښې له امله ۶ برتانویان وژل شوي وه.