نظــر

پخپلو فتواو کافر – استاد محمد زمان مزمل

یوه مړه بې تفاوتي:

پرون او د ظاهر خان په دربجنه دموکراسۍ کې ډېرو د دین او مذهب پر ضد هغه جرأتونه کول، چې د یو شل ملیوني متدین ملت همت یې پکې چلنج کاوه:

چا پکې د پيغمبر کاریکاتور نشر کړ او د «مرد نو زنه» په عنوان یې د دې ملت هغه تر ټولو مقدس شخصیت ته توهین وکړ.
چا پکې د بې خدایۍ فلم راووړ او د پوهنتون محصلین یې ورته په تماشا مصروف کړل.

چا پکې ولیکل:
از ما درود باد بر آن لېنن کبیر….

هومره د ټولنې ضمیر پکې مړ و، چې حکومت پکې د مظاهره کوونکیو ملایانو غونډه په شپه کې لکه د هوسېو رمه د بې شعوره عسکرو په ذریعه زنداني او یا خپلو ولایتونو ته ورسول.

هغه ورځې هم پکې راغلې، چې یو شمېر ځوانو او مسلمانو محصلینو د بې دینه او پردي حکومت پر ضد راپورته شول، ولې د وخت ډېرو مفتیانو د خپلو تنخواو د حلالولو په خاطر وویل:

دا پکې د کمونستانو نه زیات نامسلمان دي یا دا ټول یو شان دي.

دلته چې کافر شي، بیا يې کلیمې څوک نه اوري:

وروسته چې سردار محمد داؤد خان پکې انقلاب خپلو پرچمي یارانو ته وسپاره، مسلمانان پکې د همدغه مذهب دښمنه پرچمیانو له شره خپل وطن پرېښود.

که څه هم سردار پکې د پرچم سره په ملګرۍ کې پاتې نه شو او له مسلمانانو یې وغوښتل، چې خپل هېواد ته راشي او له نظام سره خپله خبره پاکه کړي، ولې دلته رسم دی، چې یو ځل چا ته کافر وویل شول بیا یې څوک په کلیمه باور نه کوي او پای سردار پکې هغې خونړۍ کودتا پورته کړ، چې پرونېو مسلمانو زندانیانو په زندان کې هغه ته د تېرو ښیراوو په ځای دعاوې پېل کړې.

د عمل زندیقان:

د ثور کودتا په دې هېواد کې هر څه نوي او بدل کړل.

معلمان پکې ولسوالان شول، واړه ضابطان پکې جنرالان شول، د مور او پلار ازار وهلي ځوانان پکې د سره انقلاب حامیان شول.
پرون چې دلته د مذهب سره دښمني پکې د شعار په سطحه وه هغه د لنډ فکره خلقي مشرانو په تشویق په هغه وحشي پړاو ودریدله، چې ملایانو پکې د عوامو نه مخکې د نظام په سازشونو کې مونډې وهلې او سپین لنګوټي پکې په شنو لونګیو بدل شول او هر چا ته په کور کې د مکتب ناکام بریتور وراره خطر شو.

د کودتا په اولو درېیو میاشتو کې مستو خلقیانو د قدرت د نیولو په بنډار کې د خپل زندیقت ټول پټ رالوڅ کړل.

یو ژوندی غبرګون:

د نوي نظام مخکښانو او د یو بې وسې ملت برمته نیونکیو هومره پر ځان غره او پر شوروي باندې ډاډه و، چې د شل ملیوني ملت غرور، تاریخ او تر ځان خوږ تهذیب یې د پښو لاندې کړ، ولې پای د خوشحال خان په سوانحو پوه اتلانو د خوشحال خاطره ژوندۍ کړه:

لا تر اوسه یې ماغزه په کرار نه دي   «»   چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

لکه نن چې امریکا، مجاهدین، او شاعران لکه د نانځوکو په شان خپل ارزښتونه د امریکايي او غربي تهذیب د کمېشن لپاره بې رنګه او کم رنګه ښيي، داسې پرونیو بریتورو دا ملت پخپلو احمقانه شوخېو راوپاروه او ملت پکې له خپل درشله پښېابل او د هغه غچ په هوډ روان شو، چې لا تر اوسه او د شوروي د انحلال جنازې وروسته هم پوره په کور شوی نه دی.

د یوه دروغجن مُلا په خوله یوه ريښتینې فتوا:

د اسلامي ټولنې نه شکیدلي یا د کفر قضیه په څو څرګندو اصولو ولاړه ده، ولې وروستۍ فتوا پکې بیا هم د مُلا په انحصار کې ده او د زاړه مُلا په انحصار کې.

 په افغانستان کې د ځوانانو د الحاد لامل پخپله د مذهبي مُلایانو چوپې خولې او د مظلوم ملت او مذهب په اړه د نظام سره د مشرانو مُلایانو تنخواوې او کورني امتیازات و، ولې هلته هم کشران مُلایان، چې لا یې ولس د فتواو لپاره او یا اصلاحاتو لپاره جوړ نه و، د هغه خوارکیانو په برخه د نظام او الحاد دواړو په برابر کې هغه دعاګانې دي، چې زیارت په زیارت لکه د کونډو ګرځېدل.

نن هم زړه کیسه تکراریږي، د فتوا مراجع پکې د داسې نظام ترڅنګ ولاړ دي، چې هلته د هغوی پرونۍ ټاپه وهلي او راغلي امریکایان ټول حضور لري. د ملت او اسلام د عزت ساتنه هغه چا ته پاتې ده، چې بیا هم معلومه نه ده، چې هغوی به پکې د خپلې نیمګړې تجربې په مخ لویږي او که به یوې بلې فتحې ته ځان ورسوي؟؟

د ثور د کودتا وروسته چې خلقیانو له هر چا مخکې په پیرانو او مشرانو  مُلایانو پېل وکړ او د افغانستان د لوی پير کورنۍ یې زندان ته بوتله او کور یې له خاورو سره برابر کړ، نو د فتواو انحصارګرو خپلو وسلې ته لاس کړ او د ثور د کودتا نظام او مشرانو د کفر د فتوا ټاپه وخوړله او پخه یې وخوړله او دا فتوا  په داخل او هغه پاکستان کې صادره شوې، چې علمي مراجع پکې پرېمانه وي.

یوه افراطي فتواء:

په معاصر تاریخ کې چې افغانانو د کمونېزم او د شوروي اتحاد سره کومه دښمني او کوم ټکر وکړ، هغه په نړۍ کې نه ساری لري او نه به ساری پيدا کړي.

د دې ټکر فوق العادګي او بري په دوو شیانو کې و:

اول پخپله د کودتا د مشرانو په لنډ فکري او د خپل ملت سره په جفار کار تعامل کې، چې هغوی پکې یو ارام ولې مغرور ملت د ځان او ملت پر ضد له بنیاده راوپاروه.

دویم په هغه افراطي فتوا، چې نن پکې پروني مُلا د امریکا په اشغال کې خپل طبیعي یا غېر طبیعي حالت ته په ګرځېدو ځان تر شلو کرتو زیات خپله کافر کړ.

د شوروي په راتلو نور په افغانستان کې د نظام د تسلط په ځای کې د اوسېدونکیو وینه تویول یو مقدس کار شو.

وه ځینې مذهبي ګوندونه، چې نوم یې نه اخلم او خلک یې خپله پېژني، هغوی پکې خپلې فتواوې جدي ونیولې او د هر بې ږیره او هر برېتور مرګ یې جائز کړ او هغوی پکې د ارتباطي او تسلیم شویو کسانو پر غړۍ هم کله کله چاړه راکش کوله.

په دې لړ کې ډېرو ته د یو جنرال او یوه آشپز توپير نه و. د کابل د نظام په قلمرو کې ژوند خپله یو ډول الحاد او یو ډول کفر و، په همدې خاطر داسې کورنۍ، چې له مجبوریته د نظام د تسلط په قلمرو کې اوسیدلې د هغوی مشران مجبور و، چې د خپلو بچیانو د مسلمانۍ «لاېسنس» له پاکستان نه راوړي او داسې څوک به نه وي، چې د همدغسې رابطې لپاره پټ پاکستان ته نه وي تللی.

ښه مې په یاد دي، چې استاد سیاف په یو سیمینار کې پر ظاهر شاه د کفر فتوا وکړه، ما او داکتر انور هغه د جلسې په پای کې ډېر وچېړه، چې ستا په شان یو مشر استاد ته دغسې خبرې نه ښايي، کېدای شي هغه یو فاسد پاچا و، ولې نه داسې. ولې استاد هغه مهال ما او داکتر انور ته داسې را کتل لکه مونږ، چې هم تر هغه کمکي کافران وو.

دغسې فضاء په افغانستان کې د خلق او پرچم د ډلو مشران د شوروی مداخلو ته ودرول او کمکي خلقیان یې له ولایاتو نه د کابل زور ابادو ته راورسول.

د شوروی په ماته کې دوه مهمې وسلې:

شوروی په افغانستان کې د داسې چا سره طرف نه و، چې هغه پکې د وسلو او یا هم د جګړو په ابتکار کې پر شوروی او بیا یې په کابلي ملګرو مخکې و، بلکې شوروی په افغانستان کې دوه شیانو پر ماته ودراوه:

اول دا چې د هغوی پر ضد د جهاد کلمې استخدام شوې، هغه جهاد، چې د قربانېو بوچ یې له مجاهدینو اخست؛ او بیا دا جهاد پکې ملي شو او ټول ملت او ټولو قومونو پکې برخه واخستله بلکې پخپلو کې یې پر هغه سیالۍ کوله.

دویم دا چې د شوروی ملګري پکې کافر شول او نور هغوی پکې پخپل ملت کې سپېره تجرید محاصره شول:

که څه هم پرچمیانو او خلقیانو د خپل غېر ملي تهذیب له مخې او د شوروي په ملاتړ ملت یوې داسې بندې دروازې ته ودراوه، چې ملت ته پکې د مقابلې پرته بله لاره نه وه، ولې بیا هم په دې خلقیانو او پرچمیانو کې و داسې کسان، چې اجتماعي اخلاق یې اوچت و لکه علومي چې مسلح مجاهدین یې د وسلې سره پرېښودل او یا د خوست زمان خان او یا بشرمل ولې د هغوی روادار دریځ پکې نه کندهاریان د نظام ترڅنګ قانع کړل او نه خوستیان او نه هم د مشرقي پرګنې.

دا چې نجیب د ملي مصالحې اعلان وکړ، هغه پکې اصلاً د فتواو محاصره ماتوله.

 دا چې هغوی ائتلافي حکومت جوړ کړ، هغوی پکې له ملت سره ځان پيونداوه.

دا چې هغوی د خلق پر ګوند د وطن نوم کېښود، غوښتل یې چې د فتوا چاړې ته د پُنبې بالښت جوړ کړي.

ښه مې یاد دي، چې ډګروال عبدالحق راته وویل، چې ماته نجیب په دویم نمبر قصر کې د خدای په امانۍ په وخت کې په داسې حال کې چې هلته یو روسی جنرال را روان و، وویل:

ډګروال صاحب ځان چې پر دې سرو کافرو ساتم، ښه ده چې له حکمتیار سره مې خپله ورانه وروري جوړه کړم او هغه راته د دې سره نه سل ځله ښه دی.

د کابل شوق او ړنګې فتواوې:

نجیب احمدزی تر ببرک ملاخېل سل ځله هوښيار و.

د نجیب ملي مصالحې او دا چې زه له مجاهدینو سره ګورم که په مکه کې هم وي، مکې ته ورځم. دا عادي خبرې نه وې، مجاهدین پکې په یوه نوي ازمېښت ودریدل، ولې شعار او فتوا ماتونکی!

د نجیب ملي مصالحې مجاهدین یوې نوې لارې ته وهڅول او هغه د نظام او د نظام د مشرانو سره د ارتباط او موافقې له مخې کابل ته ننوتل و.

د مجاهدینو مشرانو په دې اړه بدل په یوه بدرنګه طریقه د نظام د مشرانو سره رابطې پېل کړې، چې دا پټې رابطې پکې د زړې افراطي فتوا چړې هومره پڅې کړې او د تېرې افراطي فتوا د ړنګیدو عملیه پکې پېل شوه.
حزب اسلامي او جمعیت اسلامي پکې مخکښان و او دا په دې خاطر، چې د هغوی ځواکمن حضور پکې د حل لاره وه او موافقو یې خپل اثر درلود.

یوه جانانه بزرګواري:

د نجیب ملي مصالحې د پيښور د مشرانو د جهاد جذبه کېنوله او د کابل شوق یې په مشرانو کې هومره زیات کړ، چې دا ځل د پيرانو او مُلایانو خلاف اخواني مشرانو د یوه لوی ملت د ټولېدو په خاطر د خلق او پرچم د مشرانو او کشرانو عفوه اعلان کړه او دا پکې د جهاد د ټولو بزرګوارېو او تاریخي فتحو وروستۍ فتحه وه او واقعاً چې یو ښه اقدام و، ولې د بده مرغه، چې د پيښور رهبران، چې په ژوند کې یې پر هېڅ شي موافقه ونکړه پر دغه عفوه ټول متفق شول او دا پکې ښه ابتکار و او ملت جوړونکی تحول!!

یوه احمقانه عجله:

د بده مرغه چې په دې عفوه کې د یوې احمقانه عجلې نه کار واخستل شو، مجاهدین مخکې له دې چې پخپلو کې د یوې ملي یا یوه شامل او جامع نظام باندې موافقه وکړي هغوی پکې د یوه دغسې لوی اقدام اعلان وکړ چې بیا تر پایه دغه عجله د هغو فتواو او ټاپو باعث شوه، چې ان پکې هغه تر ټولو سازش کار نن هم او د لسو ځلو نه زیات بیا د دوستم او خلق او پرچم پسې هغه زړې ټاپې را واخستلې او نن خپل هغه مخالفین تکفیروي، چې د بُن د موافقې وروسته یې په اروپا او امریکا کې د هغوی پسې هېواد په هېواد وګرځېدل او پخپلو کابینو او شورا کې یې هغسې ونازول بلکې جنوب یې ټول هغوی ته وسپاره یا غوښتل یې چې وسپاري.

د پاکستاني مشرانو د افغاني کېدلو پروسه:

دغه مشران، چې له خپل وطن شکیدلي و د هغوی د یوه متوازن افغاني مشرتابه هر څه بایلودل.

دا چې کابل ته راغلل، چا پکې دوستم ته خپل زوی وویل، چا پکې دوستم ته د خالد بن ولید لقب ورکړ، چا پکې هغه د نظام د چپه کولو د تقدیر په بدل کې ملېشه او کافر اعلان کړ، چا پکې هغه ته حاجي صاحب وویل.
کله چې ما د عفوې او القابو دغه پرېمانه بخششونه لیدل، نو ما ته د پښتو دا سندره رایاده شوه، چې وايي:
مینه چې پاګل کړي سړی بل څه، بل څه وايي

واقعاً چې دې اوضاع د فتوا پرونی مراجع ډېر مسخره کړل.

فتواو بچي وکړل:

کابل ته د مجاهدینو ننوتل او پکې د یوې ډلې انحصار او بیا ورسره جوخت د جګړو ناورین بیا ځنې مجاهدین وهڅول، چې د بزرګوارۍ عفوي فضاء خچنه کړي او له پېله پکې دوستم، مزدک، کاویانی او نور بیا کافران شول.
وروسته، چې بیا حزب وحدت او جنبش حزب ته ولاړ د فتواو دغه زړه چاړه استاد له حکمتیار صاحب نه لاسته کړه او استاد پکې پخپل زوی دوستم له سره د کفر ټاپې ووهلې او داسې د فتواو تهذیب پیکه شو او فتواو بچي وکړل او ملت پکې د زړې فتوا تقدس ورک کړ.

که څه هم په دې اړه دوه بزرګوار مشران مولوی خالص بابا او مولوی محمدي خپله سنګیني وساتله، ولې نور مشران پکې د خپلې تېرې مذهبي دورې د وقار کمیس وکیښ؛ نن پکې تېر جهاد ان د جمعیت او حزب اسلامي بلبلان او ابن الوقتان د پاکستان د مداخلو یوه برخه ګڼي.

په دې اړه د انجینرۍ او طب فارغان خوارکیان ګرم نه دي، ولې د حزبونو تنخوا خواره مُلایان په دې بدرنګو فتواو کې د خپلو تنخواو په خاطر هومره وچورلېدل، چې نن پکې د امریکا اډې هم هغوی یو شرعي ضرورت ګڼي او د دې عزیز ملت سترګې دغو د وخت نقارو ته تاوېدونکیو مجاهد ډوله یارانو هغوی ملحدینو ته ټیټوي، چې پرون یی یواځې د بریتو په خاطر وژل.

پخپلو فتواو کافر:

۱۱ د ستامبر او په افغانستان باندې د امریکا تجاوز هاغسې فتوا ماتونکی پړاو شو لکه د شوروی تجاوز چې په وروستیو دوو پيړیو کې یو فتوا جوړونکی پړاو پېل کړ.

د بُوش په افغانستان او پاکستان کې د امریکايي استخباراتو په دام کې لویدلي مجاهدین یې له سره جلا او رالوڅ کړل.

د پیغمبر دا خبرې د اخري زمانې د فتنو په اړه د ویل شویو احادیثو هغو لیریو مفاهیمو ته په افغانستان کې د واقعیت بیلګې ورکړي، چې وايي یو انسان به پکې مسلمان سبا وختي کافر کېږي او یا هم برعکس.

زمونږ پروني دښمنان چې پرون د مذهبي تنګ نظر نه خپلې خبرې په حساب او انتخاب له خولې ایستلي نن هغوی پکې د امریکا پرخلاف خبرې پاکستانۍ ګڼي او د متجاوزو پر ضد درېدل تروریزم ګڼي، او دوی پکې د امریکا د خوشحالۍ په خاطر ځان د تروریزم د جګړې مخکښان ګڼي.

پرون چې چا د امریکا او غرب سره د دوستۍ خبرې کولې هغوی د امریکا په راتګ هومره تازه شول، چې نن په امنیتي تړون باندې د کرزي نه امضاء دوی پخپل دویم هجرت چلنج کوي او خپله د کرزي په حکومت کې هغوی ګټلې چوکۍ او ډالرې بې خطره لاسته راوړي.

دغه د غرب د پرېمانېو ثناخوان د امریکا حضور او اډې په افغانستان کې د ځان او خلکو لپاره یوه الهي پېرزوېنه ګڼي او دا پکې د خپلو پرونیو خویونو او استخارو یوه برخه ګڼي.

پروني سیکولران او پروني کمونستان، چې د نهضت مشران د همدغو مذهبي څېرو سره په ارتباط تورن کول نن هغوی د شوروی د ماتې لنډ او بې خېره لاس په محرومیت کې خپله لمن امریکا ته غوړولې او د همدغو مذهبي او ابن الوقته نهضتي مسلمانانو د فتواو سیوري ته خپله دمه جوړوي.

دویمه طبقه پکې هغه نهضتي مات کسان دي، چې په تدریج یې خپل شعارونه نوي کړل او د کابل د واکمنۍ لپاره یې ځان هرې لویدلې اسرې ته درولي دي.

درېیمه طبقه پکې هغه افراطي نهضتي کسان دي، چې پرون د استاد رباني حکومت ته د دوستم د نزاکت له مخې کوز حکومت ویلې او د جنګ توره کېږدۍ یې پر کابل خوره کړه.

څلورمه طبقه پکې د طالبانو هغه افراطي پلویان دي، چې طالبانو ته یې له اخوانیانو سره د جنګ مشورې ورکولې او پروني «معصوم طالبان» د هغوی لمسونو او هڅونو د احزابو پرته له خپل ملت سره په جګړه کې واقع کړ، ولې نن «هغوی» طالبان په یوه ریښتینې جګړه کې یواځې کړل او د امریکا د پېرزوېنو سیوري ته له نورو سره یوځای په کابل کې د سولې کورس وايي.

که څوک په یوه ژوره سروې او څېړنه کې د دغو او څه نورو ډلو دریځونه، شعارونه، نظریات او بیا په ۱۸۰درجه کې خپل بدل کړی دریځونه او نظریات له نظره تېر کړي، وبه ګوري، چې په دې ډلو کې دغه د خپلو ګټو لیوني دوستان په هر تحول کې یو ځل پخپلو پرونیو فتواو ورختلي او هغوی پخپلو فتواو کافر دي.

مونږ، چې په سیاست کې د اجتهادي نظریاتو په یو معتدل مسیر کې راغلي یو، اصلاً دا مو نه خوښيږي، چې اهل قبله تکفیر کړو او له افراطي فتواو مو ډېر بد راځي، ولې زمونږ په هېواد کې او بیا د امریکا په راتلو او بیا د هغوی د مظالمو او ظلمونو په سلسله کې چوپ پاتې کېدل یا ورسره ملګرۍ کول دا ټول د براء او ولاء د اصل له مخې هم دقت غواړي او هم ایمانداري، نو ځکه مو د دغو ټولو دوستانو څنګ تش پرېښود او نور پخپل دین باندې معامله نه شو کولای او خپل خلک دوکه کول راته یو لویدلی سیاسي عمل ښکاري.

د فتوا مراجع نه ښايي سیاسي شي:

د کومې ورځې چې شورویان دې خاورې ته راغلل یوه برخه ملایان یې په سیاسي دام کې وغورځول، همداسې، چې اوس امریکا او غربي ائتلاف راغی بیا هم د مُلا او د فتوا د مراجعو یوه لویه برخه پکې سیاسي شوه او د خپل ولس نه وشکېدل.
امریکا د دغو له مذهب او ولس سره په فاصله کې لویدونکیو مُلایانو ته د خپل حضور او د افغانانو په امریکايي کولو کې ډېره اسانه او لنډه استفاده وکړه.

د امریکايي مُلا او مولانا په سیوري کې نور له غرب او شرق نه راغلي افغانان، چې د امریکا لپاره سیاسي مزدوري کوي هغوی د همدغه حکومتي مُلایانو په ماحول کې د اسلام د نوي کولو یا امریکايي کولو په پروسه کې مصروف دي.

په دې ډول په روانه ګډوډۍ کې د اهل فتواو سیاسي شرکت د هغوی د فتوا عبا او لنګوټی تور کړ، نژدې ده، چې اغوستې کالي یې هم ترې وباسي، او نن په پارلمان کې هغه ښځې هم د مُلا او مذهب په رابطه توهین کوونکې اظهارات کوي، چې په کور کې یې کمکي ماشومان د مور پر ځای پلار ته «ممي» وايي.

زه د مُلا او د اهل فتوا نه هیله لرم، چې په دې امریکايي نظام کې که پاکه او سمه خبره نه شي کولای، نو چوپ دې شي، هسې نه چې په تلویزوني تجارتي فتواو ځان هم له مذهب نه بهر کړي او ملت هم لار ورکی کړي او د فتوا مراجع پکې د پرګنو د باور له حیطې بهر کړي.

استاد محمد زمان مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x