نړۍ

سعودي: د افغان مسافرو لپاره د نقل معلومات موده په ختمېدو ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ غويي، ۱۳۹۷ل): په سعودي کې د افغانستان سفارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلی چې د افغان مسافرو لپاره د نقل معلومات موده په ختمېدو ده او یوازي ۲۰ ورځي پاته دي، ځکه نو هغه مسافر چې تر اوسه ددغو ستونزو سره مخ دي، عجله دي وکړي او پر لاندي شرایطو دي عمل وکړي او یا دي سفارت ته ځان ورسوي: (لاندي متن د سفارت د خبرتیا دی).

۱ ـ د نقل معلومات په موخه دجوازاتو ادارى ته مراجعه وكړى.

۲ ـ كه چيرى وطنوال نقل معلوماتو کی کوم نوع مشكل سره مخامخ كيږي، نو د افغانستان سفارت په رياض ښار ته دي مراجعه وكړي چه همکاری ورسره وشی .

سر بيره پردى د سفارت مؤقت دفتر په ابها كى هم دې ته چمتو دى چه د وطنوالو نقل معلومات په هكله مرسته وكړي.

ـ د نقل معلومات شرطونه:

۱ ـ د جوازاتو فورمه ډكول، د كفيل مهر او دستخط سره.

۲ ـ هغه پاسپورت چه د هغه په واسطه لمړي ځل لپاره سعودي عربستان راغلي وي.

۳ ـ پاكستاني پاسپورت.

۴ ـ افغاني الكتروني پاسپورت.

۵ ـ نوم، د زيږيدني نيټه ، د زيږدني ځاي په دواړو پاسپورتونو (پخوانى او نوي) كي يو شان وي.

باید وویل شي چې په سعودي کې افغان مسافر تل په دغه هیواد کې د خپل سفارت او کونسلګریو څخه شکایت کوي چې په دوی تجارت کیږي، او د نقل معلومات په بهانه او قوانینو په بدلولو را بدلولو پر دوی خپل پاسپورټونه خرڅوي، چې له امله یې اوس ځیني مسافر دوه، درې او حتی څلور پاسپورټونه ګرځوي.
اکثره افغان مسافر چې سعودي ته په لومړي ځل په پاکستانیو جعلي پاسپورټونو تللي دي، او شمېر یې زرګونو ته رسیږي، اوس هلته د ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې پاکستان او یا هم خپل هیواد افغانستان ته په قانوني توګه سفر وکړي چې له امله یې په کلونو کلونو د خپلو کورنیو څخه لیري په سعودي کې بند پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x