fbpx

د نوم لیکنې مرکزونه که د افغان وژنې دامونه؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وړمه ورځ په دوو جلا جلا پیښو کې په بغلان او کابل کې د نوم لیکنې دوه مرکزونو تر خونړیو بریدونو لاندې ونیول شول چې یواځې د دشت برچې په هغه کې تر ۷۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمیر نور ورکې ژوبل شول.

د کابل ، بغلان او تر هغه وړاندې په نیمروز او د هیواد په نورو سیمو کې د نوم لیکنې پر مرکزونو باندې د بریدونو په ترڅ کې تر اوسه دومره زیات خلګ او کورنۍ د ویر په ټغر کینول شوي چې ښايي د هغوی شمیر تر هغو کسانو زیات شي چې په دغې پروسې کې یې ګډون کړی دی.

دا دومره زیات شمیر کسان یواځې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د لومړۍ اونۍ قربانیان دي چې د راتلونکي جنګي موسم په پیلیدو سره به حتما په ټاکنیزو مركزونو باندې د بریدونو شمیر او شدت زیاتیږي چې خامخا به ورسره د افغانانو د مرګ ژوبلې کچه هم ډیره لوړیږي.

د نوم لیکنې د پروسې د لومړۍ اونۍ د مرګ ژوبلې ګراف ته په کتو سره داسې ښکاري چې دا مرکزونه د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه ، نه ؛ بلکې د نوم لیکنې په پلمه د بیدفاع افغانانو د عمدي وژنې لپاره طرح کړل شوي دامونه دي چې معلوم جهتونه غواړي ډیر شمیر افغانان په هغو کې ووژل شي.

ځکه دولت په لوي لاس په داسې ډول خلګ د نوم لیکنو مرکزونو ته راغونډوي چې د هغوي د امنیت او خوندیتوب لپاره نه کوم امنیتي تدابیر لري او نه د امنیتي تدابیرو د عملي کولو توان.

د دشت برچې، بغلان نیمروز او نورو ولایتونو څو خونړیو پیښو دا واقعیت هر چا ته څرګند کړ چې دولت نه د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت ساتلو ارده لري او نه هم د هغه وړتیا.

په دې کې شک نشته چې سالم انتخابات د یوه ولسواک نظام جوړولو تر ټولو غوره وسیله ده ، خو دا په هغه صورت کې چې رایه ورکوونکي وتوانیږي د خپلواکۍ او امن په فضاء کې خپله رایه وکاروي او بیا د نظام جوړونه هم د هغوی د رایو پر اساس را منځته شي ، نه داسې چې خلګ په یادو ټاکنو کې د رایو پر ځای سرونه ورکړي او نظام بیا د همدې رایه ورکوونکو (سرورکوونکو) د رایو پر ځای د جان کیري د نامشروعې پریکړې په ترڅ کې منځته راشي.

په دغسي ډول یوې محکومې او اشغال شوې فضاء کې د ټاکنو تر سره کیدل نه ولس د خپلې خوښې نظام جوړونې مالک ګرځولی شي او نه هم یاد نظام د هغه د عدم مشروعیت له وجې د ولس د ستونزو حل کولو جوګه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د