فاریاب: په چاودنه کې د جمعیت ګوند پياوړی قومندان وژل شوی / انځور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د شمالي ټلوالې جمعیت ګوند یو پياوړی قومندان «غلام فاروق قاطع» په یوه چاودنه کې د خپلو پنځو تنو ساتونکو په ګډون وژل شوی دی او ۷ تنه ساتونکي يې نور ټپيان شوي دي.

نن د سې شنبې په ورځ د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار رسنیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته شاوخوا یوه بجې د قومندان قاطع پر موټر د «شیرنک کوتل» په سیمه کې چاودنه وشوه چې له امله یې هغه او درې تنه ساتونکي ووژل شول.

خو نورې سرچینې وايي چې پنځه تنه ساتونکي يې وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

قومندان قاطع په اړه ویل کیږي چې د جمعیت ګوند یو مخکښ او پياوړی قومندان وو چې په اوس وخت کې يې د سیمه ییزو پاڅونوالو مشري کوله.

ویل کیږي چې طالبانو په شیرنک کوتل سیمه کې لومړی د هغه پر پوستو برید وکړ او له هغه ځایه د تیښتې پر مهال یې پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله لیدلي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله او د بلخ ولایت پخواني والي عطا نور د جنرال قاطع پر وژنه خواشیني ښودلې او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.

اجرائیه رئیس پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د جنرال قاطع سره یې له ډیره پخوا معرفت وو، د نورو صفتونو تر څنګ د هیواد او خلکو څخه په دفاع کې یو «قاطع» شخصیت وو. او په وینا یې کله یې هم د دښمن او تروریستانو پر ضد د جګړې او مبارزې څخه دریغ نه وو کړی.

بلخوا د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائوي مشر جنرال عطا نور د جنرال قاطع په اړه ویلي چې هغه مي ورور، قریب، یار او همسنګر وو، د هغه د شهادت خبر دومره دروند او دردوونکی دی چې په ډېره سخته به هیر شي.

نوموړي ویلي ویلي چې جنرال قاطع یوازي خپله نه، بلکې ټولي کورنۍ يې ستري قربانۍ ورکړي او دی هم د شهیدانو په دغه کاروان ور ګډ شو.

باید وویل شي چې د نوموړي درې نور وروڼه هم «محمد زمان قاطع، محمد نسیم قاطع، او سخي محمد قاطع» د جمعیت ګوند پر امنیتي او سیاسي جګو پوسټونو مشران پاتې شوي او بیا په چاودنو او جګړو کې وژل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د