نړۍ

د بدیع، بلتاجي او حجازي د اعدام احکام د وروستۍ پریکړې لپاره د مصر مفتي عام ته ولیږل شول

نن ټکی آسیا: د جیزې جنايي محکمې نن /غبرګولی ۲۹مه/ د اخوان المسلمین مرشد عام محمد بدیع، محمد بلتاجي، صفوت حجازي او د اخوان المسلمین نورو مشرانو د اعدام احکام د مصر مفتي عام ته لیږلې څو ددوی د اعدام په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.

دغه د «سوبمنو محکمه» مصري مشران په دې تور محاکمه کوي چې د تېر کال د جولايي په میاشت کې يې د استقامت جومات مخې ته توندې مظاهرې کړې وې. په دغو مظاهرو   کې ۹ کسان ووژل شول او تر ۲۰ زیات نور ټپيان شول.

د اخوان په مشرانو قضیو کې قصدا وژنه، د قتل اقدام او هغه ګوند سره یوځای شوي چې امن يې اخلال کړی، عامه شتمنیو ته يې نقصان رسولی، دي..

دغو مصري مشرانو په وار وار په مظاهرو کې ویل چې ددوی سولییزه مبارزه د مرمیو څخه قوي ده، دوی به هيڅکله له تشدد څخه کار وانه اخلي. مصریان وايي چې وژل شوي کسان ټول د پوځ په مرمیو لګېدلي.

دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې د سیسي د ټاکنې لا دوه اونۍ نه دي وتي. سیسي تر ولسشمرۍ مخکې په ټاکنیز کمپاین کې ویلي و، که بریالی شي، د اخوان نوم به له مصره ورک کړي.

په مرسي د کودتا وروسته سیسي په زرګونو مصریان ووژل، زندان ته یې واچول او له مصره وشړل.

د اپریل په میاشت کې د مصر د منیا محکمې هم د ۶۸۲ مصریانو د اعدام احکام د مصر مفتي عام ته ولیږل، څو يې په اړه وروستۍ فیصله وکړي.

د محکمو دغو پریکړه زیات شمېر مدني ټولنې، د بشري حقوقو سازمانونه او ولسي وګړي پارولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x