سیګار: فساد پر افغان حکومت خلک بې باوره کړي

نن ټکی اسیا (سه شبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې مشر جان سوپکو وايي، په حکومت کې شته فساد افغانان لا بې باوره کړي دي.

سوپکو نن په کابل کې له فساد سره د مبارزې په نوم جوړ شوي کنفرانس کې وویل، د افغان حکومت لپاره فساد تر «ترهګرو» هم ډېر خطرناک دی.

هغه وویل، فساد بې ثباتي ته لار هواروي، پر حکومت ولسي باور له منځه وړي ځکه خو يې باید پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شي.

که څه هم د ګډ حکومت دواړو مشرانو د واک په پیل کې له فساد سره مبارزه پخپلو لومړیتوبونو کې یادوله، خو سوپکو لا هم دا اندېښنه ښيي چې پراخ فساد موجود دی.

د سیګار مشر وویل، افغان حکومت د فساد پر ضد قوانین هم لري، خو د فساد له امله د فساد پر ضد قونیوانو تطبیق کې هم فساد موجود دی.

هغه افغان حکومت ته ډاډ ورکړ، چې له فساد سره د مبارزې لپاره باید عملي ګام واخلي او په وینا يې ټول مرستندویه هېوادونه يې تر شا ولاړ دي.

سوپکو افغان چارواکو ته تر غوږ ور تېره کړه چې په قطعي توګه د ملګرو ملتونو د باور د خپلولو لپاره هم باید د فساد پر ضد ګامونه واخلي.

سوپکو په داسې حال کې د فساد په اړه اندېښنه په ډاګه کوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي اداره هم نږدې میاشت وړاندې لغوه کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د