طالبانو د ناروغۍ له امله د زندانیانو پر وفات خواشيني ښوودلې

وفات شوي زندانیان

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د زندانیانو کمیسیون په خپره کړې اعلامیه کې په زندانونو کې له ناروغانو سره ناسم چلند باندې خواشیني ښوودلې.

د دې اعلاميې له مخې په بګرام او څرخي پله زندان کې درې تنه زندانیان له سختو ناروغیو وروسته وفات شوي دي.

طالبانو په زندانونو کې ناسم وضعیت غندلی او د بشري حقونو پر فعالو ادارو يې غږ کړی چې زندانیانو ته باید خپل حقونه ورکړل شي.

په اعلامیه کې د فراه ولایت عبدالروف د ګلستان زوی هغه زنداني یاد شوی، چې پینځه کاله يې په څرخي پله او بګرام زندانونو کې تېر کړل او د مارچ میاشتې په درېیمه نېټه له ناروغۍ نه وفات شو.

دویم تن هم د فراه اوسېدونکی عبدالقیوم د خشکیار زوی دی، چې «شاوخوا اووه کاله يې په زندان کي تېر کړل او د رواني اپريل مياشتي په لومړيو کي يې ناروغي سخته شوه، که څه هم دی د پلچرخي زندان په سرطبابت کي بستر شو خو د لازمي تداوۍ د نشتون له امله يې ناروغۍ نوره هم سخته شوه چي بالآخره يې د اپريل پر ۱۳ نېټه روح خپل مالک ته وسپاره او وفات شو. »

طالبانو د زندانیانو ناروغۍ هم د سختې شکنجې له امله بللې او په زندانونو کې يې د لومړنیو روغتيايي اسانتیاو نه شتون، زیاتی بللی دی.

اعلامیه کې درېیم تن د بلخ اوسېدونکی جمعه خان د کلبای زوی یاد شوی، چې له لس کاله زندان وروسته تېره ورځ څرخي پله زندان کې د ناروغۍ له امله وفات شو.

اعلامیه زیاتوي: «تېره ورځ ناڅاپه د معدې سخت درد ورته پيدا شو او له څو ځلي استفراق وروسته بېهوښه شو، د بېهوښۍ په حالت کي د پلچرخي زندان سرطبابت ته پر لاره وو چي وفات شو، که څه هم نوموړی بندي د نيول کېدو او بيا اعتراف اخيستلو پر وخت سخت شکنجه او وهل شوی وو او بيا تر کلونو د دغو شکنجو او وهلو په سبب ناروغ وو خو د وفات څخه مخکي نژدې ورځو کي يې کومه ښکاره ناروغي نه درلوده. »

طالبانو د اعلاميې په پای کې لیکلي، دوی «پر ټولو اهل خير هيواد والو، روغتيايي بنسټونو او نړيوالو بشري ادارو ږغ کوي چي د انسانيت تر ټولو مظلومو او محتاجو کسانو ته د روغتيايي خدماتو په رسولو کي خپل اسلامي او بشري مسئوليت اداء کړي او پرېنږدي چي دغه مظلوم ناروغ بنديان له خپلو حقه حقوقو بې برخي کړل شي او د نورو لومړنيو انساني حقوقو په شان يې د تداوۍ حق هم سلب کړل شي.»

وړاندې تر دې هم د زندانونو د بد وضعیت، د زندانیانو د اعتصاب او له زندانیانو سره د ناسم چلند له امله راپورونه ورکړل شوي، خو افغان حکومت يې په اړه کوم جدي ګام نه دی اخیستی.