افغانستان

ارګ د جنرال مراد علي مراد د ګوښه کولو خبر رد کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ هغه خبرونه رد کړي، چې تېره ورځ يو شمېر حکومتي سرچينو رسنيو ته وويل، چې ولسمشر غني د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال د دشت برچي د چاودنې په تړاو له دندې ګوښه کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند شاه حسين مرتضوي ويلي، چې د جنرال مراد علي مراد د ګوښه کېدو په اړه روانې ګنګوسې بې بنسټه دي.

يو شمېر رسنيو د دولتي سرچينو له خولې ليکلي و، چې وړمه ورځ په دشت برچي کې د ټاکنو د نوم ليکنې پر مرکز د خونړي بريد په تړاو ولسمشر اشرف غني د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال له دندې ګوښه کړی، خو ارګ نن دغه خبر رد کړی دی.

دغو رسنيو خبر ورکړی و، چې د جنرال مراد پر ځای اختر ابراهيمي ټاکل شوی، چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ د امنيتي ګارډ مشر و.

په دې وروستيو کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې له بهیر سره سم د ټاکنو د نوم ليکنې پر مرکزونو بريدونه زيات شوي او طالبانو پر دوغو مرکزونو بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې د دغو چادونو او بريدونو تر شا د حکومت لاس دی او غواړي، چې له دې لارې پر حکومت د زياتېدونکو فشارونو مخنیوی وکړي او د امکان په صورت کې يو ځل بيا د ټاکنو د ځنډولو حربه وکاروي.

د حکومت سياسي مخالفين دا هم وايي، چې د جنرال مراد د ګوښه کولو ګنګوسه هم حکومت خپره کړه او له نږدې لس ساعته وروسته يې د خلکو د غبرګون په سړېدو بېرته رد کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x