بهرنیانو دریو میاشتو کې هره ورځ نږدې ۱۴ بمونه پر افغان خاوره غورځولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزارت مسؤلین وايي، په تېرو دریو میاشتو کې يې هر ورځ نږدې ۱۴ بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي.

د پنټاګون د معلومات پر اساس د روان میلادي کال په تېرو دریو میاشتو کې دومره هوايي بریدونه شوي چې د تېرو ۱۵ کلونو تر ټولو بمونو يې شمېر اوړي.

طلوع نیوز د یادې سرچينې په حواله وايي چې په جنوري، فبروري او مارچ میاشتو کې يې پر افغان خاوره ۱۱۸۶ بمونه غورځولي دي.

له دې سره په څنګ کې د دفاع وزارت هم دوه ورځې وړاندې وویل چې افغان هوايي ځواکونه هم هره ورځ له ۴-۱۲ هوايي بریدونه کوي.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د بهرنیانو هوايي بریدونه هم وستایل او ويې ویل چې د ټاکنو د خوندیتوب په پلمه به دا بریدونه نور هم ډېر کړي.

په ورته وخت کې د چارو څارونکي پر دې نظر دي، چې د هوايي بریدونو په پايله کې تر ټولو ډېر تلفات ملکي وګړو ته اوړي، چې د جګړې پر اور د نورو تېلو پاشلو مانا لري.

امريکايي چارواکو تېر ژمی پرلپسې ټینګار کاوه، چې پسرلنۍ جګړه به يې تونده او ډېر تمرکز به يې پر هوايي بريدونو وي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي پخپلو خبرو څرګندونو کې د سولې اړوند هم ټینګار کوي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو د تېرې مارچ میاشتې په حواله وړاندې دا هم وویل، چې ۳۹۹ هوايي بریدونه يې کړي دي، چې د نورو میاشتو په پرتله يې شمېر خورا ډېر و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د