افغانستان

غزني: د اندړو دوه اربکیان د پوستې خرڅولو په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني چارواکي وايي په اندړو کې يې دوه اربکيان د پوستې د خرڅولو په تور نیولي دي.

اریانا نیوز د غزني د امنیه قومندانۍ په حواله وايي، چې دې اربکیانو د اندړو د امین کلا پوسته له ټولو امکاناتو سره طالبانو ته پرېښودله چې دوی پرې خبر شول.

سرچینه زیاتوي چې نیول شویو اربکیانو له طالبانو سره اړیکي درلودې او غوښتل يې د پیسو په بدل کې دا پوسته ورته پرېږدي.

امنیه قومندان نه دي ويلي، چې د پوستې نورو اربکیانو تر پوستې پرېښودو وړاندې پښې سپکې کړې که په دې پلان کې شریک نه و.

د امنیتي مسؤلینو له قوله دغه اربکیان د لغمان ولایت اوسېدونکي دي، چې اوسمهال د دوی په توقیف خانه کې دي.

طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو په امنیتي لیکو کې د طالبانو د کسانو پر موجودیت لوړپوړي چارواکي هم د هو سر ښوروي.

اندړ د غزني هغه ولسوالۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره پکې اربکیان را پیدا کړل شول، خو اوس يې د ولسوالۍ له امنیتي پوستو پرته نږدې ټول واک له طالبانو سره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x