نړۍ

اوباما: عراق ته خپل عسکر نه لېږو

نن ټکی اسيا: د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما ويلي، چې عراق ته د پوځي عملياتو لپاره خپل عسکر نه ليږي، مګر د عراقي ځواکونو هر رنګه مرسته به کوي.

اوباما له عراقي چارواکيو غوښتي، چې خپل مذهبي او توکميز اختلافات هېر کړي او بايد د ستونزو پر وړاندې سره يو شي.
اوباما زياته کړه، چې د عراقي ستونزو پر وړاندې بايد عراق په خپله يوه کړنلاره وټاکي او بغداد به کې د امريکا سفارت ورسره استخباراتي همکاري کوي.

د اوباما په وينا د اسلامي دولت ځواکونه عراق، سيمې او د امريکا ګټو لپاره ستر ګواښ دی.

اوباما سپينه ماڼۍ کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې عراق کې د هدفي پوځي عملياتو لپاره ګانګريس او د سيمې هيوادونو سره سلا مشورې روانې دي او له هغې وروسته به يوې ځانګړې پرېکړې ته ورسېږي، مګر دم عراق کې د هيڅ رنګه پوځي عملياتو هوډ نه لري.

راتلونکې اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د منځني ختيځ په سفر ځي او نوموړو هېوادونو سره به د عراق په سياسي او پوځي چارو سلامشورې وکړي.

امريکا دې پر عراقي پاڅونوالو هوايي بريدونه وکړي

وروسته له دې عراقي پاڅونوالو د عراق ګڼ ستر ښارونه، صلاح الدين، العباسيه، بعقوبه، جولا، بيجي او بغداد ته څېرمه د عراق د تيلو پاکولو تر ټولو ستره فابکريکه ونيوله؛ عراقي چارواکي يې نور هم وارخطا کړل او پر يو وخت يې له ايران او امريکا څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړه.

وړمه ورځ د عراق لومړي وزير نوري المالکي له امريکا وغوښتل، چې پر عراقي پاڅونوالو دې هوايي بريدونه وکړي، مګر امريکا د نوموړي غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وايه او زياته يې کړه، چې زرګونو امريکايي عسکرو خپله قرباني ورکړه او دوی د عراقي پوځ پر روزنه ميلياردونه ډالر ولګول، مګر د عراقي پاڅوالو پر وړاندې د شګو د دېوال په څېر ونړيد.

اوباما المالکي ته و ويل، چې عراق بايد په خپله کنټرول کړي او دوی به ورسره مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x