کوټه : سرتيرو بريدونو ۱۲ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل):د کوټي ښار اړوند په دوو جلا سيمو کې درې سرتيري بريدونه شوي چې له امله يې د پاکستانيو ځواکونو ۱۲ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

لومړي دوه سرتيري بريدونو د کوټي ښار جنوب ته په ميان غونډۍ سيمه کې د ايف سي پوځيانو د تلاشۍ پر ځنځير شوي.

د پاکستان د جيو نیوز له خبر سره سم د ميان غونډۍ په سرتيرو بريدونو کې مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې ، د دوی له قوله سرتيري بريدګر له بريد وړاندي د پوځيانو له لوري په نښه او وژل شوي.

دريم سرتېری بريد د کوټي ښار لويديځ کې پروت آئرپورټ سړک باندي شوی چې له امله يې ۵ پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د بریدونو مسؤليت لا تر دې دمه چا نه دی منلی.

د یادوني ده چې پرون ورځ هم د بلوچستان په کوهلو سيمه کې د يوې ترافيکي پيښي له امله د پاکستاني پوځيانو ۴ تنه مړه او ۵۱ نور ټپيان شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د