ورزش

آی پي ایل: محمد نبي او راشد خان دواړه د ننۍ لوبډلې برخه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ غوايي، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې د افغانستان سوکه توپ اچونکی او آلروانډر په لومړي ځل ددغو سیالیو برخه شوه او نن به د ممبۍ انډينز لوبډلې پر وړاندې لوبیږي.

محمد نبي چې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لخوا په تېرو پنځو سیالیو کې ورته چانس نه و ورکړل شوی، نن به په ممبۍ لوبغالی کې د همدې ځای لوبډلې پر وړاندې لوبیږي.

دده ترڅنګ به راشد خان هم ددغې لوبډلې برخه وي، اټکل کېده چې محمد نبي به د راشد خان پر ځای د لوبډلې برخه شي خو ددوی یو بل چټک توپ اچونکی بیلي سټانلیک د ټپي کېدو له امله له سیالیو بهر شو چې پر ځای یې سوکه توپ اچونکي محمد نبي ته چانس ورکړل شو.

همدا ډول ددې لوبډلې تکړه چپ لاسی توپوهونکی شیکر دهاون چې د ټپي کېدو له امله له تېرې سیالۍ بهر و هم نن د خپلې لوبډلې سره یوځای شوی دی.

لوبه کې پچه د روهیټ شرما لوبډلې ګټلې خو لومړی یې د راشد خان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړې ده، اټکل کیږي چې د ممبۍ لوبډلې په پرتله نن د نبي لوبډله تکړه بریښي چې شاید وکولای شي ماتې ورکړي.

د راشد خان لوبډله په لاندې ډول ده:

وریدیمن ساها، شیکر دهاون، کین ویلیمسن، منیش پانډی، شکیب الحسن، یوسف پټان، محمد نبي، راشد خان، باسل تامپي، سندیپ شرما، سیدارت کول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x