دیني، سیرت او تاریخ

دحضرت عيسی عليه السلام دعوت

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

داسلام مبارک دين دحضرت عيسی عليه السلام  په هکله داسي وايي چي حضرت عيسی عليه السلام دالله جل جلاله  یوبنده دی، دعزتمندو او اولوا العزم پيغمبرانو له جملې څخه يوپيغمبردی، الله رب العزت بني اسرائيلو ته ددې لپاره ورلېږلی وو

چي هغوی دالله پاک توحيد (ديووالي عقيدي) او يوازي د يوه الله عبادت ته راوبولي، همدغه خبري حضرت  عيسی عليه السلام بني اسرائيلو ته کړې وې، نو په هغوی کي لږوکسانودده خبره ومنله اوډېرو يې نه يوازي دا چي ده دروغجن وويل بلکي ده ته يې ډېرسخت ناوړه نسبتونه  وکړل، تردې چي دده پرپاکه  مور يې تهمت ولگاوو او ده ته يې ولدالزنا وويل.

الله پاک دحضرت عيسی عليه السلام دغه خبري چي خپل قوم ته يې کړې وې، په خپل سپيڅلي کتاب کي داسي رانقل کړې دي :
( وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرائيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ   مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّراً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ) الصف ۶.){او ياد کړه د مريم د زوی عيسی (عليه السلام) هغه خبره چي  هغه ويلي وو چې اې بني اسرائيلو: زه تاسو ته د الله لېږل شوی استازی يم، تصديق کوونکی يم  د هغه تورات چي له ما مخکي راغلی  موجود دی، او زېری ورکوونکی يم د يوه پيغمبر چي له ما وروسته به راشي چي دهغه نوم احمددی، خوکله چي هغه دوی ته  د څرګندو نښانو (معجزو) سره راغی، نو دوی وويل: داخو ښکاره کوډي دي}

په دغه مبارک آيت کي الله پاک دحضرت عيسی عليه السلام دنبوت واقعه بيان کړې چي هغه خپل قوم ته  خپل دعوت داسي څرگندکړ، په دې کي يې دوه ټکي په ځانگړې توگه واضح کړل: يو دا چي دی کوم نوی پيِغمبر نه دی، چي تاسوورته دشک په سترگه وگورئ چي داسي خو تراوسه نه ده پېښه شوې چي څوک دې انسانانوته دالله پاک د استازي په توگه راغلی وي، داسي نه دی چي يوازي همدا دی دی چي د لومړي ځل لپاره يې انسانانو ته د الله پاک پيغام راوړی او له ده مخکي بل څوک داسي نه دی راغلی، بلکي له ده مخکي هم ډېرپيغمبران تېرشوي، دی هم د هغو له ټولۍ څخه يوپيغبردی، دی  همغه خبري کوي کومي  چي له ده څخه مخکي تېروشوو نورو پيغمبرانو عليهم السلام انسانانو ته بيان کړې وې، په مخکينيواسماني کتابونوکي موجودي وې اوهمدا راز وروسته چي کوم پيغمبر راتلونکی دی هغه به هم دغسي لارښووني د الله پاک له لوري راوړي.
په دغه مبارک آيت کي يوه داخبره بيان شوې  چي زه د تورات تصديق کوونکی يم

دوهمه خبره يې په ځانگړي توگه دا بيان کړې چي وروسته يو پيغمبر را روان دی، د هغه د راتلو زېری اوخبردارئ درکوم!!

په دې کي اشاره ده چي دهغه وروستني پيغمبرصلی الله عليه وسلم لارښووني به هم  ددغو لارښوونو سره مطابقي  وي، له  دې کبله پر هغه باندي ايمان راوړل  ددين اوعقل دواړو غوښتنه ده ځکه  ښکاره خبره ده چي د هغه  داسي لارښووني نه دي چي ددغو سره دي په ټکرکي وي .

هغه هم دحضرت عيسی عليه السلام په څېر د يوه الله دعبادت په لور خلکو ته بلنه ور کوي، کوم دعوت چي د ټولوپيغمبرانو مشترک اوگډ دعوت دی.
( ددغه زېری په هکله زيات تفصيل به ان شاءالله تعالی وروسته په دې هکله په ځانگړي بحث کي بيان شي)

په بل ځای کي الله تعالی فرمايي:: ( وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرائيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ) المائدة /72 {په داسي حال کي چي مسيح عليه السلام ويلي وو: اې بني اسرائيلو: دالله بندګي وکړئ،چي هغه هم زمارب دی او هم ستاسو،چا چي د الله سره څوک شريک وګاڼه، الله پر هغه جنت حرام کړی او د هغه استوګنځی  دوزخ دی اود داسي ظالمانو هيڅ مرستندويان نشته} (چي دوی له دوزخه وژغوري اوجنت ته يې ورسوي اوياعذاب ورباندي کم کړي)

پر دغسي کسانو باندي الله پاک جنت له دې امله  حرام کړی دی چي دوی دالله پاک سره بل څوک شريک گڼلی دی اودالله پاک قانون دادی چي شرک نه بخښي اوله شرک (اوکفر) څخه علاوه نوري گناوي که لويي وي او که وړې وي، چي چاته يې وربخښل وغواړي وربخښي يې.

په دې مبارک آيت کي دا ويل شوي چي حضرت عيسی عليه السلام پخپله په څرگندو ټکوکي بني اسرائيلوته  وضاحت کړی وو چي تاسو يوازي د هغه الله عبادت وکړئ، چي زما هم رب اوپالونکی دی او ستاسو هم.

له الله پاک پرته دبل هرچا له عبادت اوبندگۍ څخه يې دوی په کلکه بندکړي وو،د توحيد لور ته  يې بلنه ورکړې وه او له شرک څخه يې منع کړي او وېرولي وو.

نو ده پخپله څرگنده کړې  چي زه بنده يم، زما رب الله دی او زه يې مربوب او بنده يم، نو په داسي حال کي بيا هم ده ته رب ويل ډېره د حيرانتيا خبره ده، چي دی پخپله ځان ته بنده وايي او دده په دروغه د منلودعوه کوونکي وايي چي نه بنده نه دی بلکي خدای دی .

همدا راز دا يې هم ورته جوته کړه چي چا د الله تعالی سره څوک (په خدايي کي اويادخدايي په ځانگړو صفاتوکي) شريک وگاڼه، نو الله پاک پر هغه جنت حرام کړی او (دتل لپاره) د هغه استوگنځی دوزخ دی او د داسي ظالمانو هيڅ مرستندويان نشته.

په اوسني انجيل کي دعيسی عليه السلام دعوت

دحضرت عيسی عليه السلام دغه دتوحيددعوت، چي الله پاک يودی، شريک ورسره نشته، نن سباچي کوم محرف اوله ځان جوړشوی کتاب د انجيل مقدس په نوم ددوی ترمينځ استعماليږي په هغه کي هم په گڼو مواردو کي موجودي دي .

لکه د بېلگي په ډول په استثناء ۴ باب ۳۵ آيت کي داسي راغلي دي: دا ټول هرڅه تاته دروښودل شول، څو ته پوه شې چي يوازي خدای خدای دی،او له ده پرته بل هيڅوک (خدای) نه دی!!

چي کله له حضرت يسوع مسيح (عليه السلام) څخه پوښتنه وشوه چي ترټولو حکمونو لومړی کوم حکم دی؟نوپه انجيل مرقس ۱۲باب ۲۹آيت کي داسي دي چي :يسوع ځواب ورکړ، چي اول دادی  اې اسرائيله  واوره! خدای زموږ خدای يوازی يوخدای دی!! په ۳۲آيت کي دسوال کوونکي ځواب داسي ذکر شوی دی چي هغه وويل: اې استاذه ډېرښه! تا رښتيا وويل هغه  صرف يودی او له هغه پرته بل هيڅوک (خدای) نه دی!!

همدا راز په انجيل يوحنا۱۷باب ۳ آيت کي داسي راغلي دي چي: اوتلپاته  ژوندون دادی چي هغه تايوه خدای  اوپرحق لره اويسوع مسيح لره څوک چي تالېږلی دی وپېژني!!

همدارازپه ۲ سموئيل ۷باب ۲۲آيت کي داسي وايي چي : نو ته اې خدايه! لوی خدای يې ځکه څنگه چي موږپه خپلو غوږونو سره اورېدلي د هغه مطابق هيڅوک ستاپه څېرنشته  اوستاپرته هيڅ خدای نشته!!

همدا راز ددغه کتاب په نورو ډېرو ځايونو کي هم دا خبره شته چي الله جل جلاله يودی، شريک اوساری نه لري.

خو ليکن دا يو څو حوالي هم د نموني په ډول پوره دي .

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x