
کاناډا کې يو ځوان په موټر ۲۵ تنه وهلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل):د کاناډا په ټورنټو ښار کې يو ځوان موټر چلونکي په خپل موټر لسګونه تنه وهلي او تر موټر يې لاندي کړي.
د کاناډا پولیس وايي په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.
د موټرچلونکي له لوري په نښه شوي خلګ ټول د لويي لاري پياده لارويان دي.
موټرچلونکی (الېک ميناسيان) نوميږي او د کاناډا د پولیسو له لوري له لږ ځغاستي وروسته نيول شوی.
لا نه ده په ډاګه شوې چې د پيښي اصلي لامل څه وو؟
د کاناډا لومړي وزير د پيښي له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ، د مرستندويانو او پولیسو څخه يې مننه کړې چې د پيښي ځای ته يې ځانونه رسولي او موټرچلونکی يې نيولی.