ملا محمد عمر مجاهد
ملا محمد عمر مجاهد

د ثور ۴مه؛ امت بل عمر له لاسه ورکړ!

لیکوال: سعید منصور

اسلامي تاریخ په هر دور کې د بشریت د نیکې لارښونې لپاره د نایابو رهبرانو په درلودو سره دا ستر افتخار له ځان سره لري. دې سلسله کې بیا عمر نامې سلسله تر نورو مشهوره ده. هغه مهال چې لا هم پر دنیا د جهل تاریکۍ خوره وه؛ نجونې ژوندۍ خښېدلې، غلا او بدماشي ویاړ وو، قومي جګړو بیخي توند حرکت درلود، د بشریت اړیکه له خدای سره دومره سسته وه چې د تناسلي آلو عبادت کېده. داسې مهال اسلامي تمدن د بشریت د ښېګڼې لپاره د حضرت عمر غوندې عادل پاچا میدان ته راویوست. هغه عمر چې د شپې يې خوب نه درلود. ښار او اطراف کې ګرځېد، داسې نه چې کوم یتیم له لوږي وژاړي، او ده دې خپل مسؤلیت نه وي ادا کړی. هغه عمر چې دښمنان یې پر غیرت ګواهي ورکوي. ورپسې عمري سلسله کې بیا دویم عمر، عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله دی. هغه عمر بن عبدالعزیز چې له الله تعالی څخه ویره، خاکساري، عدالت او تقوی یې ځانګړي صفتونه وو. هغه عمر چې د واکدارۍ پر مهال یې زکات اخستونکي په سخته موندل کېدل. صفیان ثوري رحمه الله وایي چې راشده خلفاء پنځه دي؛ ابوبکر، عمر، عثمان، علي او عمر بن عبدالعزیز. دا عمر د مسلمانانو د لوړتیا پر مهال د مسلمانانو رهنما وو، خو هغه عمر چې د مسلمانانو د ځوړتیا پر مهال یې د مسلمانانو رهبري پر غاړه وه؛ هغه افغانی ملا محمد عمر مجاهد دی.

هغه ملا عمر چې له خړې حجرې را پورته شو، خړو وطنو کې یې تربیت وشو. هغه ملا چې کهف سورت یې پر واقعي معنا عملي کړ، هغه ملا چې معنویت ته یې په درنه سترګه وکتل او مادیاتو یې غیرت ته تاوان ونه رساوه. هغه ملا چې د دښمن مادي زور ته تسلیم نشو. لومړی یې خپل هیواد له پاټکیانو وژغوره. پاټکیان یې له پاټکو پسې واخیستل. کرار- کرار یې د اسلامي نظام هڅې پیل کړې، په لڼد وخت کې یې په هیواد کې اسلامي نظام نافذ او د الله تعالی قانون پلی کړ. هغه ملا عمر چې دده تر واک لاندې سیمو کې د نړۍ هر مظلوم مسلمان د میشتېدو ارمان درلود.هغه ملا عمر چې په یوویشتم قرن کې یې د خیر القرون غوندې دولت بنسټ کېښود. هغه ملا چې بیل شوی دین او سیاست یې بیرته سره یو ځای کړل. هغه ملا عمر چې ملا ته یې په دفتر او سیاست کې د کار کولو جرئت ورکړ. هغه عمر چې نه یې لکه د نورې نړۍ د شاهانو غوندې زرهي ګاډی درلود او نه یې تشریفاتي دربار درلود چې غریبان دې ترې محروم وي. بلکې میلمستون یې د خوارانو او غریبانو د اوسېدو ځای وو. هغه ملا عمر چې دده په رهبریت کې د هیواد ټول سیسټمونو کې عمومي عدالت پلی وو. رشوت دومره کم وو چې اصلا نه حسابېدی. امنیت یې مثالي وو. د کوکنارو د کښت کچه یې په یوې اعلامیې صفر ته راټیټه کړه.

خو دا اسلامي نظام د اسلام ابدي دښمنانو(غربیانو) ونه زغملی شو. بې شمیره توطیې او د تخریب برنامې یې ورته جوړولې. غربیان په توطیو جوړلو کې دومره مخ ته لاړل؛ چې آن خپل وضعي قوانین یې هم تر پښو لاندې کړل. غربیانو پر ګران افغانستان باندې تر حملې وروسته شته اسلامي نظام ړنګ او پر ځای یې خپل روزل شوي غلامان د واک پر ګدۍ کینول. دوی پر دې هم بسنه ونه کړه؛ زمونږ پر اسلامي کلتور یې حملې پیل کړې، علماء، او د سر کسان یې را شهیدان کړل. دیني شعایر یې توهین کړل او غوښتل یې چې زمونږ اسلامي ټولنه چې د اخلاقو خزانه ده، پر خپل وحشي تمدن روان کړي او داسې نسل وروزي چې په خټه افغانی؛ خو کلتور، فرهنګ، اخلاق او ثقافت یې د غرب وي.

داسې پېچلي وخت کې چې د غرب ټیکنالوژیکي تبلیغاتو نړۍ پر سر اخیستې وه او هېڅ چا یې پر وړاندې د دریدو توان او جرئت نه درلود؛ دریم عمر دا دروند بار پر اوږو واخیست. ده افغانان د غرب پر وړاندې مقابلې ته راوبلل.

افغانانو ته يې په خپل عمل او ګفتار ثابته کړه چې معنویت به همېش پر مادیت غالب وي. مانا دا چې د ایمان زور ته اټوم هم د ټینګې نه دی. هغه عمر چې د غرب مادي فشار او صلیبي اشر یې اراده سسته نه کړه. افغانانو هم دده لاره تعقیب کړه او د نړۍ د عصر د جال (امریکا) ته یې ماتې ورکړه. افغانانو په یوویشتم قرن کې یوځل بیا اسلامي تاریخ ته زرین باب ور زیات کړ. خو تقدیر خپله فیصله کوي؛ عمر دې ته پاتې نشو چې د خپل مظلوم ملت په لاسونو ماتې خوړلې امریکا پر خپلو سترګو وویني. دی تر دې وړاندې د ابدي ژوندون پر لور وکوچېد او تر شا یې داسې فوځ پرېښود چې هر یو یې د دین په دفاع کې له هېڅ یوې قربانۍ هم نه پر شا کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom prince
میلمه
masoom prince

عمر خو عمر و هﺉهﺉ په عمر دا کور شاﺉسته و. د عمر کور دټولو مسلمانانو کور و انشاالله په لنډ وخت کې به بیا د امارت په راتلو سره به د عمر روح ته به الله خوشحالی ورپه برخه کړی په خپل فضل وکرم سره هغه دالله تعالی غوښتونکۍ نظام په زمکه قاﺉم کړﺉ و یاالله ته موژ هم د عمر په څیر داسلام دین سپيڅلي پيرویان وګرځوی او د حضور پاک (ص) په طریقو عمل کولو توفیق راکړې