افغانستان

ملي امنیت: د ټاکنو د پایلو د غبرګون په موخه وسلې وېشل شوې

په ټولنیزې رسنۍ فیسبوک کې د افغانستان د ملي امنیت رسمي پاڼه وايي، چې دوی د هېواد په شمال او د کابل په ځینو برخو کې د ټاکنو د غبرګون په موخه د وسلو له ویشه خبر شوي دي.

ویل کېږي، چې دغه وسلې د یو مشخص نوماند له خوا د هېواد په شمال د او د کابل په خیرخانه کې د هغوی په پلویانو وېشل شوېدي، چې د ټاکنو د پایلو په وړاندې باید تند غبرګون وښيي.

د سرچېنې په قول په یاده پروسه کې د ملي امنیت یو پخوانی مشر هم ورشریک دی او د نوموړي په ملاتړ او همغږۍ د وسلو د وېش لړۍ پيل شوې ده.

سرچينې دانه ده ښوودلې چې دغه وسلې د کوم نوماند پلویانو ته وروېشل شوې او تر اوسه څومره کسانو وسلې ترلاسه کړې دي.

په ورته وخت کې نا تاید شوي راپورونه وايي، چې د کابل په خیرخانه سیمه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي یو کمپاینر د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

یاده دې وي، چې دوه ورځې وړاندې تېرو ټاکنو ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د رایو د شمېرلو د ودرولو غوښتنه وکړه او خپل ټول څارونکي يې د یادې پروسې له څارنې منع کړې دي.

تر اوسه نه ده روښانه، چې د ټاکنو د پایلو اړوند به څه کېږي، د ټاکنو د کمیسیون له لوري د رایو شمېرنه دوام ولري، په څارنه کې يې یواځې د یو نوماند پلویان شته.

د چارو شنونکي په دې اند دي، چې له دې ټاکنوسره بحران حتمي راتلونکی دی، د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وايي: «شمال ټلوالې ته شمال ډیر مهم دی، په ۲۰۰۹کې امریکا د ډاکتر عبدالله ځينې غوښتنې منلې وې، خو دې ځل ته کیدای شي عبدالله په اسانۍ پایلو ته غاړه کینږدي، ځکه جنرال دوستم هم غواړي چې په شمال کې خپل نفوذ پراخه کړي.»

د مژده له قوله بحران حتمي دی او د بحران لومړی زنګ وهل شوی دی.

ویل کېږي، چې د ټاکنو لومړۍ پایلې به د چنګاښ د میاشتې په یوولسمه او وروستۍ هغه به يې د دې میاشتې په اخر کې اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x