ورزش

آی پي ایل: د راشد خان غوره توپ اچونې یې لوبډلې ته بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ غویي، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې راشد خان یو ځل بیا خپل یاد تازه کړ، او په غوره توپ اچونه یې د کمو منډو هدف دفاع وکړه.

راشد خان په ننۍ لوبه کې، له خپلو ۴ اورونو څخه یو ځل بیا ۱۶ توپونه میس کړل، ترڅنګ یې یو مهم اور میډن کړ، او د پولارډ او پانډیا «۲» مهمې ویکټې یې هم ترلاسه کړې، دا په داسې وخت کې چې راشد خان په تېرو دوه لوبو کې ناکامه توپ اچونه ترسره کړې وه.

نوموړی په زړه پورې توپ اچونې سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

په ننۍ لوبه کې چې محمد نبي هم په کې ګډون کړی و، لومړی توپوهنه د محمد نبي لوبډلې وکړه چې په شل اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۱۸ کمې منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا کین ویلیمسن او یوسف پټان ۲۴-۲۴ منډې جوړې کړې.. محمد نبي ته د توپوهنې ښه فرصت په لاس ورغلی و خو نوموړی د ۲ څلوریزو وهلو وروسته د ۱۴ منډو أه جوړولو وسوځېد.

په ځواب کې د ممبۍ انډینز لوبډله له پېل څخه د محمد نبي او شکیب الحسن په غوره توپ اچونې له ستونزو سره مخ کړه، او له سخت فشار لاندې یې راوسته.

وروسته راشد خان او سیدارت کول پرلپسې ویکټې ترلاسه کړې چې مخالف ټوله لوبډله یې په ۱۸.۵ اورونو کې په ۸۷ منډو وسوځوله او د راشد خان لوبډلې د ۳۱ منډو په توپیر سیالۍ وګټله.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د هند په سوداګریزو سیالیو کې درې افغان لوبغاړي لوبیږي، چې هر یو یې د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول لوبوي.

پرونۍ لوبه کې مجیب ځدراڼ د خپلې لوبډلې اتل و، چې په ننۍ لوبه کې راشد خان او محمد نبي ښه وځلیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x