افغانستان

طالبانو د «الخندق» په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل):طالبانو د تېر په څېر نن سهار يو ځل بيا خپل نوي پسرلني عمليات اعلان او پيل کړل.

د طالبانو له لوري نشر شوې اعلاميه پسرلني عمليات (الخندق ) بولي او زیاتوي چې د يادو عملیاتو ((لومړنی هدف به امریکایان او د هغوی استخباراتي ايجنټان وي او د دوهم هدف په حیث به د امريکايانو داخلي ملاتړي په نښه کيږي)).

خپره شوې اعلاميه لیکي چې (الخندق) پسرلني عمليات به د روان کال د غويي په ۵مه ڼېټه په ټول هيواد کې پيل شي.

په اعلامیه کې د امريکا له لوري د اعلان شوي جنګي ستراتيژۍ په وړاندي هوډ څرګند شوی چې : ((د (الخندق) جهادي عملیات چې طرح او پلان یې د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون د مجربو او ماهرو مسلکي کدرونو لخوا ترتیب شوی د اشغالګرو د موجوده جنګي ستراتیژي په مقابل کې په متقابلو چریکي، هجومي، نفوذي او نورو نویو او پیچلیو تکتیکونو سره عیار او د امریکايي یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو په ځپلو، ټکولو او ژوندي نیولو باندې به تمرکز ولري.))

طالبانو خپل پلويان له خود سرۍ را ګرځولي او ږغ يې پرې کړی چې بايد هر (جهادي) عمل يې د شریعت په رڼا کې او د دوی د لائحو او لارښوونو سره سم وي.

همداراز طالبانو خپلو پلويانو ته ويلي چې پر هدفونو د بريدونو په مهال بايد د ولسي وګړو د سر او مال ډېر خيال وساتي ، له ولس څخه يې د خپلو ملاتړو د مرستي او کومک غوښتنه کړې.

د اعلاميې وروستۍ برخه ليکي:
((مجاهدین وروڼه باید په هرجهادي عمل کې اخلاص، للهیت، تواضع، توکل، اطاعت، مشوره او استخاره په ټینګه رعایت کړي او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سنت راژوندي کولو په نیت دې د (الخندق) عملیاتو په بهیر کې دغه مأثوره دُعا‌ء جهادي ورد وګرځوي کومه چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د غزوة الاحزاب په وخت کې ډیره ویله: اللَّهُمَّ مُنْزِلَ الْكِتَابِ سَرِيعَ الْحِسَابِ وَمُجْرِيَ السَّحَابِ وَهَازِمَ الْأَحْزَابِ اهْزِمْهُمْ وَانْصُرْنَا عَلَيْهِمْ.)).

ولي پسرلني عمليات (الخندق) ونومول شول؟

((اسلامي امارت سږني جهادي عملیات ځکه د (الخندق) په نوم تفاؤلا ونومول چې زموږ اوسنی جهادي وضعیت کټ مټ د صدر اسلام د مسلمانانو هغه وضعیت ته ورته دی چې د هجرت په پنځم کال د اسلام د دښمنانو مختلفې ډلې وروسته تر دې چې د بدر په غزوه کې یې لویه ماتې وخوړه تر مختلفو نومونو لاندې سره راټولې او په مدینه منوره کې یې د اسلامي حاکمیت د له منځه وړلو په مقصد د جګړې او زور ازمویلو پریکړه وکړه، خو د مشرکینو دغه ستر تهاجم چې په غزوة الاحزاب یا غزوة الخندق سره یادیږي، الله تعالی یې نتیجه د هغه څه برعکس کړه کومه چې کفارو ترې تمه درلوده، او د (الخندق) معرکه په ځای د دې چې د مسلمانانو د محو کولو وروستۍ جګړه شي د کفارو په پریکنده شکست سره په داسي ډول پای ته ورسیده چي له هغه وروسته یې بیا هیڅکله هم په مدینه منوره باندي د یرغل جرأت ونه کړای شوای او په اړه یې رسول الله صلى الله عليه و اله و سلم وفرمايل: اوس به موږ ورباندې حملې كوو، نور به دوى راباندې حملې نه كوي، بیا هغه و چي د مجاهدینو مسلسل فتوحات پیل او دکفارو شکستونه په برخه شول.)).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zadran

طالیبانو به پخوا عمری،یا منصوری ،په نوم عملیات اعلان کول،اوس دا ښه وشوو ،چه دا عملیات نه د مشر ملا په نوم دی او نه د ملا منصور.اوس نو مشر ملا او ملا منصور روحونه ښه په ارام شول،ځکه چه دا عملیات نوم د دوی په نوم نه دی.یعنی د دوی په نوم به نور بی ګناه خلق نه وژل کیږی.او خپه په دا شوم چه د خندق سپیڅلی جهاد نوم یی ورور وژنی .مسلمان وژنی ته ورکړی دی.زما هیله دا ده چه، طالیبانو دا نوم بدل کړی دا خندق جهاد ډیر سپیڅلی جهاد وه،په هغه پسی تاسو نشی راسیدلی.سوله… نور لوستل »

نا پيژاند

ته یوبیتجربی #### یی

آغا صاحب چرخ

الحمد لله
آغاز این عملیات ، تمام امید های کفار و منافقین را به نا امیدی تبدیل ساخت
بسیار ناله و فریاد کردند تا به نام صلح ، ملت مؤمن ما را فریب دهند
لیکن ملت مجاهد افغانستان میدانند که، با کفار و منافقین حکومت مخلوط، و حتی زندگی کردن مخلوط یک بیغیرتی بزرگ و شرمندگی تاریخیست
عملیات مقدس خندق را به سر و چشم قبول داریم
و ان شاءالله به زودی دران شرکت میکنیم

نا پيژاند

دټرامپ بچیه دنړی داشغالګرو په وړاندی سپیڅلی اومبارکی مبارزی ته مسلمان وژنه وایی(نورالهادی نافذ)

Zadran

ننا پیژند صاحب ،زه څه چه د عربو علما ،اندونیزیا علما،افریقا علما،ټول ورته ورور وژنه وایی.فقط باجوه ،چه میرزایی ،احمدی دی ورته جهاد وایی.دا چه تا ماته د ترمپ بچی نه واییلی.زه هم تاته هر څه لیکلی شم،خو زه یی نه لیکم،خو دا درته لیکم چه لږ څه که اسلامی اخلاق زده کړی بده به نه وی،یا څو ورځی تبلیغ ته ولاړ شهور .

اسحق

ځدران یا ټرمپ خان څومره ښه وړاندیز کړی ، مګر دا وړاندیز یی باید خبلو غلامانو هر یو کرزی ، ع او غ ته کړی وی چه د دوی له خوا د خپلو خلکو د وژلو ، شکنچه کولو ، شړلو او بی عفته کولو د پاره تاکل شوی ، تمویل او تر پوزی تجهیز شوی او میکپ شوی دی . طالبان خو د مظلوم اولس نمایندګی کوی یعنی د مظلوم اولس مدافعین دی د اشغالګرو او د هغوی لوی غلامانو په مقابل کی د امریکایانو د استمثارولو د پاره مظلوم اولس وژنی جنګیږی ، تاسی ښه مثالونه یی د… نور لوستل »

Zadran

اسحق باجوه خان،د سوله وړاندی ما ندی درته کړی، په قران پوهیږی؟یو واری یی خلاص کړه نو سورت النسا.وګوره چه واضح الله ج فرماییلی دی .والصلح والخیر.مه ټاپی لګوه .مه غلط نوم په چا ایږده،ما لیکلی چه سوله ته مخه کړی.د الله ج څخه هیڅ څوک زیات نه پوهیږی.او بیا ته هغه څوک یی چه د خیر په غونډی ناست یی .اور په بل چا بلیږی.اول دځان اصلاح مهمه ده.اول جهاد د نفس سره وکړه،

پتنګ

ځدران ما ما خبري د يوه لودګي په توان او طاقت دڅلور و دي خو ته يي درک کولی نشي ! سوله له چا سره ؟ له مذدور او غلام دولت سره ؟ هغه کله دخبرو حق لري ! دهغوی مازغه او اراده د اشغالګرو غلامي کوي ! له مذدور سره سوله مذدوري ده نو ته اوس غواړي چي مونږ هم مذدوران کړي ؟؟ نه نه ځدران ماما سوله داده چي اشغالګر کونه شاته واچوي او مذدوران. يي هم له ځان سره بوزي ! ځدران ماما ته غواړي چي د الهي لښکر. صليبيانو او بي ناموسه ايزميانو ته تسليم کړي… نور لوستل »

Zadran

پتنګ صاحب.زه له تا څخه هیڅ ګیله نه کوم.پدا چه ما په انتېرنېت کی لیدلی دی،چه امریکایان او اروپایان،دیپریشن مریضی لری ،او ډیر زر په غوسه کیږی،د هغوی په خاوره کی او له خلکو سره چه څوک وخت تیروی نو د هغوی ،خوی ،عادت ،اخلی.او مریضی یی هم ورځی.نور ته ښه پوهیږی.الله ج د هدایت درته وکړی.

Karwan

ځدراڼه، کوم مسلمانان ايا هغه مسلمانان چه دامريکايانو په څنګ کشي دشپي په ډيره نامردي سره دعام ولس په کورونو عمليات کوي او ولس وژنه ئي شروع کړي. سوله دچاسره ، داشغالګرو سره او که مطلب مو دهغوي دغلامانو سره چه هغه دتسليمي په هيله شپي سبا کوي.

Zadran

د خندق جهاد هغه جهاد وه،چه مسلمانانو په پوره میړانه د مدینه منوره څخه په داسی طریقه دفاع وکړه .چه هیڅ مسلمان د مسلمانانو له خوا نه زخمی شو ،او نه هم شهید شو،طالیبانو هم چه خپلو عملیاتو ته د خندق نوم ورکړی نو باید یو مسلمان هم نه وځورول شی او نه هم شهید شی.

عبدالجبار عزام

زنده باد الخندق عملیات

عبدالجبار عزام

زنده باد الخندق عملیات

قدرت الله

ټرمپ خان صاحب ! تاسی خو ښه اسلامی پوهه هم لری ، دا معنی چه په غلامانو کی یی ستاسی ټاکنه سمه ده . ستاسی دجالی وړاندیز به مجاهدین ولولی عمل په پری وکړی ، له دی وروسته به د غلامی اداری غلام لوړپوړی ، منځپوړی او کوزپوری سرکوزی وژنی هغوی چه مسلمانان دی هغوی د مجاهدینو سره او یا دمجاهدینو پلویان دی . هو ، یوه ستونزه شته ، دا جنګ دی جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی امریکا به هم نه غواړی چه عام خلک ووژنی او نوم یی لا ډیر بدنام شی مګر د جنګ ډګر ځانګړی… نور لوستل »

Zadran

باجوه ګله،(قدرت الله)پروسږکال د منصوری عملیاتو کی له لس زرو څخه زیاتو ملکی خلکو ته مرګ ژوبله اوښتی وه،د یوناما په دقیقو معلوماتو سره پنځه شپیته فیصده مرګ ژوبله د طالیبان له خوا ملکی خلک ته اوښتی ده.چه البته د فیصدی د لحاظ څخه شپږ زره پنخه ملکی خلکو دطالیبانو په لاس د منصور په عملیاتو کی قتل شوی دی.او کیدای شی دا شمیره تر لسو زرو جګه وی،ځکه چه پاسنی ارقام یوناما ثبت کړی ارقام دی،په کلی او بانډو او لیری پراتو سیمو کی دا ارقام ندی ثبت شوی.نو ته فکر وکړه،د ملا منصور روح به ارام وی؟همدا رنګه… نور لوستل »

Back to top button
15
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx