
افغانستان
کندهار: نامعلومه وسله والو خبریال عبدالمنان ارغند وژلی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل):په کندهار ښار کې د کابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند د نامعلومه وسله والو په بريد کې وژل شوی.
پېښه نن سهار د نهمي امنيتي حوزې اړوند یارانه مارکېټ ته څېرمه رامنځته شوې.
د خبریال عبدالمنان ارغند ورور د ارغند پر فیسبوک پاڼه په غلچکي بريد کې د نوموړي وژنه تائيد کړي.
د بريد مسؤلیت چا نه دی منلی.
ځايي پولیس وايي غلچکي بريدګر د ارغند له وژلو وروسته په تېښته بریالي شوي.
