افغانستان

بغلان: امنیه قومندان د اشرف غني د «ناظر» ګوتې پرې کړي

نن ټکی آسیا: د بغلان ولایت په جلګه ولسوالۍ کې امنیه قومندان د اشرف غني احمدزي له ناظرینو ګوتې پرې کړي.

ددغو کسانو د ګوتو د پرې کولو لامل اشرف غني احمدزي ته رایه ورکول ښودل شوي.

د بغلان ولایت د استیناف څارنوالۍ مسئولین وايي چې د جلګې ولسوالۍ د امنیه قومندان وظیفه یې ځنډولې.

د بغلان ولایت د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنوال دین محمد وايي چې د جلګې ولسوالۍ دغه اوسېدونکی چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټيم ناظر و، دوی ته شکایت کړی چې ددغې ولسوالۍ امنیه قومندان بابا افضل له خپلو دوه تنو ساتونکو او نورو مامورینو سره په دغه ولسوالۍ کې دده د ښي لاس ګوته په دې جرم پرې کړه چې اشرف غني احمدزي ته یې رایه ورکړې.

د بابا افضل په اړه ویل کیږي چې د ډاکتر عبدالله د ټیم پلوی دی او په دغه
ولسوالۍ کې یې خلک په دې مجبورل چې عبدالله ته رایه ورکړي.

څارنوال قریشي زیاتوي چې د جلګې ولسوالۍ د امنیه قومندان، دده دوه ساتونکو، اداري مدیر او ددغې ولسوالۍ د سکتور او کلیو مدیر دندې يې ځنډولي.

دی وايي چې دوی باید د استیناف څارنوالۍ ته حاضر شي، که نه په اړه به يې د قانون سره سم د نیولو امر وشي.

د ټاکنو په ورځ داسې راپورونه هم ورکړل شول چې د هرات په رباط سنګين ولسوالۍ کې څو تنو مخپټو کسانو د ۱۱ وګړو ګوتې پرې کړې.

همدا راز په بغلان کې دولتي عسکرو د محمد داد نومي ځوان ګوته په دې خاطر پرې کړه چې نوموړي خپله رایه د اشرف غني احمدزي په ګټه کارولې وه.

که څه هم د ګوتو پرې کولو پړه په پیل کې په وسله والو طالبانو ورواچول شوه، خو طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره دا په کلکه رد کړه. طالب ویاند قاري یوسف احمدي دا کړنه یو غیر اسلامي عمل وبللو.

یاده دې وي چې د ټاکنو په ورځ د خلکو د ګوتو د پرې کولو سره سره د هغوی غوږونه او پوزې هم پرې شوي. په ځينو ولایتونو کې بیا د دواړه کاندیدانو د پلویانو له لوري په خلکو د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي.

د ټاکنو په ورځ داسې راپورونه هم ورکړل شول، چې لسګونه کسان د دواړو کاندیدانو د پلویانو له لوري وژل او ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x