ترڅو چي لمر او سپوږمۍ وي د علي رضی الله عنه کارنامه به ژوندۍ وي

ژباړه او راټولونه: احمدمدثر دلسوز

د حضرت علي رضی الله عنه له تلپاتو کارنامو څخه یوه داسي کارنامه هم ده چي ترڅو د ځمکي پر مخ اسلام او اسلامي امت ژوندی وي دا کارنامه به پاتې او ژوندۍ وي او دا کارنامه د اسلامي تقویم یا جنترۍ جوړولو او بنسټ ایښودلو کارنامه ده.

میمون بن مهران وائي: یو وخت عمر رضی الله عنه ته دده د خلافت په دوران کي یوه وثیقه وړاندي سوه چي نېټه ئې د شعبان میاشت ښودل سوې وه، عمر رضی الله عنه چي دا تاریخ ولید نو وئې ویل د کوم شعبان میاشت؟ د تېر شعبان میاشت او که د اوسني شعبان میاشت؟

همدارنګه د بیت المال لطرفه څخه به پر عامو خلګو باندي مالونه وېشل کېدل او یا به ځیني صحابه ؤ رضی الله عنهم او یا به د مدینې منورې خلګو ته معاشات ورکول کېدل نو نوم به یې لیکل کېدل او ورته وبه لیکل سوه : چي فلانکي ته په شوال میاشت کي معاش ورکول سو خو په دې کي به هم یو ډول تردد او شک موجود ؤ ځکه چي دا به نه معلومېده چي په اوسني شوال کي معاش ورکول سو او که په تېر سوي شوال کي، کوم وخت چي به حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه د اسلامي خلافت د نورو سیمو والیانو او قوماندانانو ته امرونه لېږل نو ځیني وخت به ضرورت پېښ سو چي خپل امر ته بیرته تغیر ورکړي نو بیا به یې بل امر ورته ولېږئ نو بیا د اوامرو په لېږلو کي به ځنډ راغلی نو ځیني وخت به دوهم امر د لومړي امر څخه مخکي ورسېدی او پر خلګو به موضوع مبهمه سوه چي پر کوم امر باندي عمل وکړي پر اول امر که دوهم حال داچي د اول او دوهم ترمنځ به فرق هم نه کېدی ځکه تاریخ یې نه درلودی.

نو د اسلامي خلافت مسئولینو یو غونډه دائره کړه او ویې ویل چي باید زموږ مکتوبونه، پیشنهادات او لیکني باید د کال، میاشتي او ورځي تاریخ ولري.

نو اصحاب رضی الله عنهم یې راټول او ورته وئي ویل چي ذاسي یو تاریخ جوړ کړئ چي ټول خلګ پرې پوه سي او د ټولو مشکل حل سي، یو شمېر کسانو وړاندیز وکړ چي باید د رومیانو تاریخ عملي سي خو ددې رأیي په ځواب کي عمر رضی الله عنه وویل چي نه، ځکه د هغوی تاریخ ډېر اوږد دی آن د ذی القرنین له زمانې څخه را شروع دی او چا بیا ویل چي د فارسیانو تاریخ دي رواج سي خو دا رأیه هم ونه منل سوه ځکه چي د فارسیانو عادت داؤ چي کله به پاچا بدلېده نو تاریخ به یې هم ورسره بدلاوه، بالاخره پردې متفق سوه چي نوی تاریخ باید ولټوي نو چا وویل چي د رسول الله ﷺ د مېلاد ورځ، بل چا بیا وویل چي د رسول الله ﷺ د وفات ورځ، بل چا بیا وویل چي د اسراء (معراج) له واقعې څخه به یې شروع کړو نو بالاخره علي رضی الله عنه ورته وویل چي د رسول الله ﷺ د هجرت له ورځي څخه باید تاریخ شروع کړو ځکه د اسلامي دولت اقامه هم له همدې ورځي څخه شروع ده.

په عامه توګه د پېړیو (تاریخ) پیل د کوم لوي شخصیت د پیدایښت یا وفات، د پاچاهۍ د جوړېدو یا لویي بریا او فتحي له نېټې څخه ټاکل سويدي او له همدې څخه جدا او مستقلي جنتریاني منځته راغلي دي، لیکن د اسلام یو خصوصیت دا دی چي د دین نوم یې هم د خپل پیغمبر په نوم ندی په واقع کي د هغه د پیغام نوم دی.

په همدې توګه اسلامي تقویم (جنترۍ) هم تر کوم شخصیت حتی د رسول اکرم ﷺ تر هغه عظیم شخصیت پوري نده تړلې چي د انساني تاریخ ترټولو لوي شخصیت دی او نوم یې د الله تعالی ﷻ په نزد تر ټولو غوره نوم دی، همدا راز اسلامي جنتري تر اسلامي فتوحاتو هم نده مربوطه سوې بلکه دا جنتري په یوه خاصه مفکوره او ستر حکمت سره جوړه سوېده، پیل یې له یوې داسي پیښي نه دی چي تل د یوه پیغام او یوه آواز حیثیت لري، هرڅوک چي وغواړي ددې جنترۍ د پیل له نېټې څخه خبر سي، هغه ته به حتما دا څرګندیږي چي د پیل اساسي ټکی او د یادولو وړ ستر عظمت، او د یادګار او ساتلو وړ څیز یوازي عقیده او ایمان دی او د دې امت شعار دا دی چي عقیده له بل هرڅه نه هر ډول ویاړ او عزت نه مخکي او مقدمه ده.

پدې جنترۍ کي نېک فال او د نېکمرغۍ زېری هم تر سترګو کیږي او دا ښيي چي دا په انساني تاریخ کي د یوه نوي عهد او پړاو پیل دی او دا د انساني قافلې د نوي سفر پیلامه ده او دا په نړۍ کي د یوه نوي انقلاب پیل دی، ورسره دا درس هم پکي پروت دی چي عقیده او اصول باید تل مقدم او محترم و شمېرل سي او د اصولو د ساتني په لار کي د هر راز مشکل، خطر او قربانۍ زغملو ته تیاري موجوده وي او دا هم راته په ډاګه کوي چي أصول به همېشه پر عرفي او طبعي امورو برلاسي لري.

مأخذونه :

البدایة والنهایة، جلد ۷. (حافظ ابن کثیر رحمه الله)

المرتضی. صفحه ۱۱۱. (مولانا ﺳﯿﺪ اﺑﻮالحسن علي الحسني الندوي)

امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه. (امام عبدالرحمن بن الجوزي)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د