افغانستان

جمعه خان همدرد د پولیسو له بریده روغ وتلی

د پکتيا والي جمعه خان همدرد  له یوه مرګونې بریده روغ وتلی دی. د مزار شريف د حيرتان په دوه لاري کې وسلوالو کسانو چې په  کمين کې ناست وو،  د ده د موټرو پر کاروان  بريد وکړ.

د سیمییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې برید سهار لس بجې د  مزار شریف په ښار کې هغه مهال وشو چې همدرد  له خپل کور څخه کابل ته  راتلو.

دغه اداره زیاتوي چې د همدرد  کاروان  د مزارشریف ښار په خروجي دروازه کې د څو تنو کسانو  چې د پولیسو یونیفارم یې تن و، له کمین سره  مخ شو. په دغه برید کې د همدرد ۴ ساتونکي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د جمعه خان همدرد ویاند روح الله سمون هم پېښه تایید کړی او ویلي يې دي چې برید پرې څو تنو وسلوالو کړی چې د پولیسو یونیفارم یې اغوستی و، دی وايي چې په نښته کې د همدرد ۴ ساتونکي وژل شوي، خو پخپله همدرد له بریده ژوندی وتی.

د بلخ امنیه قومندان بیا وايي برید پرې د کابل – بلخ لویې لارې ساتونکو لخوا شوی.

روح الله سمون دغه خبرې نه تاییدوي خو وايي په اړه به یې څېړنې وکړي.

 د جمعه خان همدرد په شمال کې د حزب اسلامي پخوانی قوي قومندان و، او اوس هم په دغه سیمه کې پراخه نفوذ لري. نوموړي د ټاکنو په لومړي پړاو کې د زلمي رسول او په دوهم پړاو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ، داسې اندیښنې شته چې دغه برید  پرې د بلخ د والي عطا محمد نور لخوا چې په شمال کې د ډاکتر عبدالله قوي ملاتړی دی، شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x