ګړنګ ورته ټټر وهلی‎

سعادت کلـــیوال

د مینې وږم وړي لونګ ورته ټټر وهلی
د رڼا څرک ګوري پتنګ ورته ټټر وهلی

سپینو په مهر کې د سر له ورکړې ډډه وکړه
د کلي وړکي غنمرنګ ورته ټټر وهلی

ډیرې به یخې شي سینې د انتقام د لمبو
دلته د ډیرو زړونو زنګ ورته ټټر وهلی

ډیموکراسي به هلته څنګه په چا وتپل شي
هلته میړانې، هلته ننګ ورته ټټر وهلی

د مغربي تهذیب کاروان ته یې کمین نیولی
زمونږ کلتور ، زمونږ فرهنګ ورته ټټر وهلی

غلیم به ونکړي احساس د یو ارام ژوندانه
دلته هر غر او هر ګړنګ ورته ټټر وهلی

له داسې نام ، داسې یارۍ نه شاهان تیښته کوي
د سعـــادت په شان ملنګ ورته ټټر وهلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د