دپاکستان او هند دعسکرو ترمنځ جګړه شوې

pakistan_india(نن ټکی اسیا) دپي ټي اي خبري اژانس راپور ورکړ ،دهندوستان او پاکستان سرحدي عسکرو په لانجمنه سرحدی سیمه پونچ کې یو دبل پر مورچو باندی د درنو او سپکو وسلو ډزې کړي .

دهندوستان دپوځ یو ه پوځی افسر دا خبره تاید کړه ،نوموړی وایي چې جګړه هغه مهال پیل شوه چی کله دپاکستانی عسکرو له لوری ددوي پر مورچو ډزې وشوې،

افسر زیاته کړې دا په نوی میلادی کال کې دپاکستان دپوځ له لوري داوربند دخلاف ورزۍ لومړنۍ پیښه ده .

هند او پاکستان په ۲۰۰۳ عسوی کال په نومبر کې دجمو او کشمیر دپولو په اوږدو کې داوربند موافقه لا سلیک کړې وه.

احمد بریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.