افغانستان

د پنجوايۍ پخوانی ولسوال حاجي باران ووژل شو

نن ټکی آسیا: د هېواد په جنوب قندهار ولایت کې سیمییز چارواکي وايي چې کانډايي ځواکونو ته معتمد کس او د پنجوايۍ ولسوالۍ پخوانی ولسوال حاجي باران د نامالومو کسانو له لورې وژل شوی.

د قندهار والي ویاند دوا خان مینه پال پېښه منلې او ویلي يې دي چې حاجي باران بېګا دماښام ۷ بجې د څلورو تنو نامالومو وسلوالو له لوري د کور مخې ته وویشتل شو.

د مینه پال په وینا برید کوونکي په تېښته بریالي شويدي.

حاجي باران اوسمهال کومه دولتي دنده نه درلوده، تردې دمخه نوموړی د پنجوايۍ ولسوال پاتې شوی و. ځايي خلک وايي چې نوموړی د خپلې دندې پر مهال د خلکو سره خورا بد سلوک کاوه.

تر دې مهاله د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

حاجي باران د خپل ماموریت په کلونو کې د کاناډايي ځواکونو لپاره یو معتمد کس وه، نوموړي به د کندهار اوسیدونکو ته د کاناډايي ځواکونو د پوځي عملیاتو د اړتیا او د هغو په وړاندې د غبرګون د نه ښودولو توصیې کولې، د کرسشن ساینس مونیټور د راپور له مخې چې کله به ولسي خلکو د نوموړي څخه غوښتنه وکړه چې د بهرنیو ځواکونو سره د هغوی د بندي خپلوانو په خلاصون کې ورسره مرسته وکړي، نوموړی به فزیکي غبرګون ته اړ شو او عارض ته به یې د اطمنان پر ځای په مخ څاپیړه ورکړه.

خو د یادې ورځپاڼې په وینا د حاجي باران د دغسې غیر انساني کړنو باوجود ایتلافي ځواکونه اړ وه چې نوموړی د ایساف په چورلکو کې له ځانو سره وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x