افغانستان

معصوم ستانکزی، پر خپله دنده پاتې شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي امینت رییس معصوم ستانکزی د ولسي جرګې د استیضاح له ناستې بریالی وتلی دی.

هغه چې دوه اوونۍ وړاندې هم د روانو نا امنیو په تړاو ولسي جرګې ور وغوښتی و، دا ځل يې استیضاح کړ.

د ولسي جرګې غړو که څه هم ځينو يې له دې استیضاح سره مخالفت درلود، خو خپلې پوښتنې يې مطرح کړې او د نصاب د نه پوره کېدو له امله ستانکزی بېرته پخپله دنده پاتې شو.

ولسي جرګې وړاندې تر دې هم ویلي و، چې د ملي امنیت رییس د خپلې دندې پر ځای پر «سیاسي بوختیاو» اخته دی او امنیتي ارګانونه د غفلت خوب وړي دي.

په نننۍ ناسته کې ولسي جرګې د خپل نصاب د کمښت له امله ونه توانېده، چې هغه له دندې لرې کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان پر اساسي قانون د څار کمیسیون د چارو ادارې ته په یوه مکتوب کې لیکلي، چې ولسي جرګه له وزیرانو پرته د نورو لوړپوړو چارواکو د استیضاح واک نه لري.

د ولسي جرګې وکیلانو معصوم ستانکزی د هېواد پر ترینګلي وضعیت او د دندې په برخه کې د بې پراويۍ له امله ملامت بللی، خو په لرې کېدلو يې ونه توانیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x