افغانستان

دفاع وزارت د امریکا هوايي بریدونه «ګټور» بللي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزارت له لوري په تېرو دریو میاشتو کې پر افغان خاوره د سلګونو بمونو له راپور وروسته؛ د افغانستان دفاع وزارت دا هوايي بریدونه ستایلي دي.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش، پر افغان خاوره د ۱۱۸۶ بمونو د غورځولو له امله د بهرنیانو «همکاري» ستایلې او دعوه کوي چې مخالفین يې سخت ځپلي دي.

رادمنش ازادي راډیو ته نه دي ويلي، چې په سلګونو هوايي بریدونه کې يې څومره خپل مخالفین له منځه وړي، خو وايي چې «دروند زیان يې ور اړولی دی.»

هغه له یادې سرچینې سره د خبرو پر مهال وویل، چې امریکایان له دوی سره په همغږۍ دغه بریدونه ترسره کوي «او دغه کار ښې اغېزې کړي دي.»

radminash-day
محمد رادمنش؛ د ملي دفاع وزارت ویاند

په ورته وخت کې د چارو شنونکو کابل خان تدبیر وايي، چې بهرنیان پر خپل سر او له افغان چارواکو سره له هغمږۍ پرته بمباري کوي چې ډېر زیان يې ملکي وګړو ته اوړي.

هغه وايي امریکایان د خپلو اطلاعاتو له مخې بریدونه کوي، چې دې کار يې د خلکو او دولت تر منځ واټن لا ډېر کړی دی، هغه ویلي: «په افغانستان کې په ودونو، ملکي موټرو او داسې نورو ځایونو بمبارۍ وشوې او دا هغه لاملونه دي چې د خلکو او دولت ترمنځ یې واټن رامنځته کړی دی.»

تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت وویل، چې په تېرو دریو جنور، فبروري او مارچ میاشتو کې يې د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله ډېر بمونه غورځولي دي.

د سرچينې په قول یوازې تېره مارچ میاشت کې يې ۴۹۹ بمونه پر افغان خاوره غورځولي، چې په ټولو دریو میاشتو کې يې د بمونو شمېر ۱۱۸۶ ته رسېږي.

دفاع وزارت د امریکا له لوري د دې بمبارۍ د ستاینې تر څنګ ويلي، دوی هم هره ورځ له څلورو تر ۱۲ هوايي بریدونه کړي دي.

دوه ورځې وړاندې محمد رادمنش دا هم وویل، چې د ټاکنو د خوندیتوب په پلمه به په هوايي بریدونو کې لا ډېرښت راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

تف لانت مرګ مو روا ده تاسو زندیق دلګان یاست نه یواځې هیواد فروشان بلګې ناموس خرڅونکي یاست او دمرده ګاوي دنده لری ! بې استعداده خلکو په مړو سترګو دالر خوری ، دکار استعداد او لیاقت نلرۍ تف لانت !
تاسو د هیواد ستر دوښمنان یاست او ولس وژنۍ!
امیدله خپله ربه ځخه لرم چې طالبان وروڼه ستاسو دا بیغیرته ، مردګاوه او مذدوره لکۍ در لنډه کړي !

ژوندی د وي سپين بیرغ

Zadran

پتنګ صاحب .بیا د غصه کړیده،کنځلی او ټاپی د هم لګولی دی،داسی خبری له یوه مجاهد سره ښی نه ښکاری،الله ج د هدایت درته وکړی،

درویش

زدرانه فه بهرنيانودي ڈیرہ لکہ سی فہ دی درشیریکان دی

سالارزي

بتنك جه اصلينوم يي الحاج استاد بيانزي ده خو افسوس جه دزبي اوقلم عفت هيج كله هم نه ساتي خبله به امريكا كي داحلويشت كاله كيزي امريكي كي باته كيزي خوحوك جه دده دنظر مخالف تظر وركري سبك اوبازاري الفاظ جه ديو مشر اسبين زيري لباره مناسب ندي استعمالوي خه وخت به مونز داختلاف ادب زده كوو

پتنګ

کومي ټاپي. ؟؟؟ ما ټول حقيقت وييلي دي !

جانان

ځډران ( ترمپ خان ) صاحب ، د پتنګ صاحب هغه کنځل د دغو بی ناموسانو ، خاوری ،خلکو او خپلواکی پلورونکو په مقابل کی یوه ذره هم نه دی کشکی پتنګ صاحب د دغه اشغلګرو او د ترمپ خان په شان غلامانو په مقابل کی تر کنځلو زیات څه په لاس او وس کی لرلی یعنی هغوی یی وژلی شوی وژلی یی وی ډیر به ښه وو ، او تر لمړی یی ټرمپ خان وژلی وی چه د یو څو ډالرو یا کوم مقام تر لاسه کولو د پاره خاوره ، خلک او خپلواکی خو پریږده د خپل ناموس… نور لوستل »

Karwan

ځدراڼه کور د وران شه لکه چه دالرو د سترګي ړندي او غوږونه در کاڼه کړي دي او عقل د هم کار نه کوي. هر وخت بي منطقه او افغان دوښمنه ليکني کوي. دکابل دمرداري او ولس دوښمنه اداري غلامانو ته په هر لفظ چه سپکي سپوري وشي لا کمي به وي. خپل دالر ګټه اما افسوس چه ځان ته مو د ځدراڼ نوم ورکړي، ځدراڼ خو دومره بيغيرته خلک ندي.

پتنګ

حقيقتونه

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx