
کابل: دیارلسمه حوزه کې درې پولیس وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار امنیتي مسؤلین وايي، تېره شپه دیارلسمه امنیتي حوزه کې د پولیسو په پوسته برید شوی، چې درې تنه پکې ځای پر ځای وژل شوي دي.
طلوع نیوز د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي چې وسله والو د کمپنۍ پله ته څېرمه د پولیسو پر پوسته سهار وختي برید وکړ، چې درې تنه يې ووژل او بریدګر سلامت لاړل.

دوی وايي پېښه سهار شاوخوا څلور بجې وشوه، خو نور امنیتي ځواکونه ډېر ناوخته سیمې ته راورسېدل.
د کورنیو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ويلي يې دي چې د پوستې مهمات يې هم له ځان سره وړي دي.
د پوځي شنونکو په باور د کابل ښار په څنډو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه دا په ډاګه کوي چې مخامخ جګړه ښار ته را رسېدلې ده.