
میدان ودرګو کې یوازې ۴۵۸ تنو نوم لیکنه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷): د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې له پیله ۱۲ ورځې تېرېږي، خو لا هم پر مرکز سربېره په ګڼو ولایاتو کې دا پروسه خورا ټکنۍ روانه ده.
د ټاکنو کمیسیون د تازه معلوماتو له مخې د وري د میاشتې له ۲۵مې د غويي تر درېیمې پورې تر ټولو ډېرو کسانو په کابل او تر ټولو کمو کسانو په میدان وردګو کې نوم لیکنه کړې ده.
د لیست د معلوماتو پر اساس په میدان ودرګو کې یوازې ۴۵۸ تنو خپل نومونه لیکلي، په کابل کې ۱۱۸۲۶۴ تنو نوم لیکنه کړې ده.
د دې معلوماتو له مخې په کندهار کې ۶۶۱۳۴ تنو خپل نومونه لیکلي او په نورستان کې ۵۷۸ کسانو نوم لیکنه کړې ده.
په کندهار کې د امنیه قومندان جنرال رازق له لوري د نوم نه لیکلو په صورت کې د عریضې د نه اخیستو له اعلان وروسته ځينې کسانو خپل نومونه لیکلي دي.
که څه هم تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیالې وسیمې بادغیسې د نوم لیکونکو سست بهیر د دې اندازې ونه باله چې د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راولي، خو د شنونکو په باور که دغسې سست دوام وکړي ښايي مشروعیت وپوښتل شي.
د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په برخه کې د حکومت د دواړو مشرانو په شمول، ګڼو چارواکو پر خلکو غږ کړی، چې نومونه ثبت کړي.
په ورته وخت کې د ملي شورا غړي وايي چې په پلازمېنه کابل کې د نوم لیکنې په برخه کې درغلي موجوده ده او پورته شمېره هم ښايي د درغلیو په مرسته لوړه ښوودل شوې وې.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وویل، چې د دې یوه ساتونکي یوازې د پلار د نوم په بدلون په يوه نوم درې تذکرې اخیستې دي، په وینا يې د تذکرې اخیستنې لپاره نه بایومیټریک شته نه جدي پوښتنه.