مسلمان فوټبالر «محمد صلاح» ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غويي، ۳۹۷ل): د مصر هېواد تکړه او مشهور فوټبال لوبغاړی محمد صلاح غالي په اروپا اتلانو لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره ریکارډ جوړ کړ، او د دغې لیګ د ۲۰۱۷-۱۸م کال غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د انګلستان هېواد لیور پول کلب لوبډلې لپاره لوبېدلی مسلمان لوبغاړی چې په نړۍ کې نوموتی فوټبالر شمېرل کیږي، تېره ورځ د روما کلب لوبډلې پر وړاندې د دوه ګولونو وهلو نه وروسته د خپلې لوبډلې په کچه په اروپا اتلانو لیګ کې ریکارډ جوړ کړ.

محمد صلاح د لیور پول کلب لوبډلې لومړی لوبغاړی شو چې د اروپا اتلانو لیګ (چمپینز لیګ UCL) کې د ۴۰ ګولونو په وهلو سره ریکارډ جوړ کړي، نوموړي د اروپا اتلانو لیګ (PFA) غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

همدا ډول محمد صلاح د پریمیئر لیګ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې د میاشتې غوره لوبغاړي جایزه یې درې ځل په یوه کال کې ترلاسه کړه.

نوموړي په تېره نیږدې کې یو شمېر ریکارډونه جوړ کړل، چې په دغه لیګ کې یې خپله لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله، او ددې پړاو لومړۍ لوبه یې هم په ۵-۲ وګټله، چې نوموړي دوه ګولونه ووهل او ددوه ګولونو نیږدې پاسونه Assist یې هم وکړل.

په تېره لوبه کې د لیور پول لوبډلې لومړی پنځه ګولونه ووهل، او پایلوبې ته یې تګ اسانه کړ، خو د روما لوبډلې لخوا په وروستي لسو دقیقو کې دوه ګولونو دوی ته یو څه امید ورکړ، خو د لیور پول پایلوبې ته تګ کوم ستونزمن نه بریښي چې دوی لا دمخه یوه پښه پایلوبه کې ایښې ده.

په نیمه پایلوبه کې د هرې لوبډلې په کوربه توب یوه یوه لوبه ترسره کیږي، چې لیور پول پخپل کوربه توب سیالۍ په ۵-۲ وګټله، که په راتلونکې سیالۍ کې چې د روما په کوربه توب د مۍ میاشتې په ۲مه نېټه ترسره کیږي، روما ۳ ګوله ووهي او لیور پول یو هم نه، روما به پایلوبې ته لار ومومي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د