نظــر

اوباما د نوی شوروي دویم نمبر معمار – استاذ مزمل

هغه مهال چې اوباما د اول ځل لپاره پخپل امریکايي حریف بری وموند، زه په امریکا کې وم.

ما چې د اوباما د امریکايي پلویو خوشحالو ته کتل نو ډېر پکې دې ته اریان وم چې د یو تور پوستي رئيس په هکله امریکائیان څومره شاته تللي او دا نوی رنګ امریکائیانو په کوم شګون نیولی دی چې دوی پکې ټولو یو غږ کاوه چې اوباما به امریکا له دې تورو خټو باسي.

امریکائيانو پکې ایله او سادګۍ فکر کاوه چې اوباما به د عراق او افغانستان په خټو کې د بوش ننوتی امریکا راوباسي ولې هغوی پکې دا فکر نه و کړی چې د اوباما امریکا به په منځني ختيځ او لیرې اوکراین کې پخپلو غلطو حمایو او نیمګړیو مداخلو د پوټین سړه روسیه بیرته د برژنیف د مهال شوروی ته ورسوي او د روسیې په ژوندي کولو کې به د خپلو غلطو سیاستونو له مخې د نوي شوروي دویم نمبر معمار شي، چې معمار يې هم دی.

په منځني ختیځ کې د عربانو پسرلی ګلالی روان و او پر هغه باندې د عربي مستبدو حکمرانانو د غلطو او استبدادي سیاستونو له خپل اسمان نه ګلالی باران شپه په شپه اوراوه ولې د عربانو د تېلو غله امریکا د هغه خلیج پر راتلونکې انديښمنه شوه چې حکمرانان یې د چلتار لاندې صلیبي دولتونو ته غلامي کوي.

اوباما د عربانو قیامونه په ځینو هیوادونو کې حمایه کړل او دې حمایې خپله هغه د یوه رغنده ملي ملاتړ نه نیمګړې کړل او په ځینو هیوادونو کې یې په دغو قیامونو کې د القاعدې د رول په اړه داسې تبلیغات وکړل چې د قیام نه په خونندي ملتونو کې یې د بیرې پیریان کيښنول.

د امریکا دغه دوه مخې سیاست چې اصلي موخه یې د امریکا د نفوذي کمربند په دننه کې د عربي نړۍ ساتل او د اسرائیلو لپاره د خطر کیدونکیو نظامونو مخنیوی و هغه په سوریه کې د نصری دولت د بې رحمه مقاومت لپاره پوره ساه ورکړه بلکې اوباما پکې د یوه داسې امریکايي سوریې په لټه کې و چې په یو سازش کې بشار الاسد هم پکې نیم ځانه پاتې شي.
بشار د امریکا د شنو پټو څراغونو نه د مورال هومره زخیره کړل چې نور پکې د ایران د نیغو حمایو خبره د روسیې او چین پر حمایو ودروله.

لومړی پول:

اوباما چې په افغانستان کې د ورسیې د کچه دریځ نه په غلطۍ فکر کاوه چې روسیه نوره د امریکا مخې ته د نیغیدو توان نلري اوباما ډېر ناوخته په سوریه کط د بشار نظام چیلنج کړ او په داسې طریقه يې پکې د مداخلو اعلان وکړ چې بشار پکې تر شا ډېر څه کړي و.

روس چې په منځني ختیځ کې د خپلو رسوا ماتو سیاستونو په سلسله کې د عربانو ملګرۍ او دوستي بایللې وې او د بشار حکومت په منځني ختیځ کې وروستی هیواد و چې د شوروی وارثې روسيې سره یې ملګرتوب ساتلی و، روسیې د همدغسې منځني ختیځ له ویرې چې د روسیې به پکې هېڅ دوست هیواد نه وي د همدغسې بیرې یې د امریکايي چیلنج ریسک (خطر) پر ځان ومانه او خپلې کشتۍ یې سیمې ته روانې کړې.

اوباما چې لا د بوش امریکا په افغانستان کې د خټو نه وه ایستلې، د روسیې په دې نیغ دریځ د اوباما امریکا هم په سوریه کې په خټو کې بنده پاتې شوه.

د پوټین ګواښونو اول د امریکا د مداخلو دلخکه انګلستان پر شا کړ او بیا په یوه نژدې مهال کې اوباما په سوريې کې د مداخلې خبره کانګرس ته پریښوده او د اول ځل لپاره د پوټین روسیې د تېر شوروی یو نوی سیاسي اکټ (عمل) اجراء کړ او ډېر پر ځای او ډېر پر وخت.

ایران چې د خلیج د شیخ نشینو ماهیت او رول د صدام په دړکو کې پوره درک کړی و هغه پخپلوار د همدغه هیوادونو د متاثر ثبات له مخې په سوریه کې د رسوايۍ نه په دفاع کې داسې یو غوڅ دریځ ونیوه چې په امریکا يې د چارې تدبیر ورک کړ.

نن که د یوې خوا په منځني ختیځ کې د اوباما د امریکا د غلطو دریځونو باج د سوریې اواره ماشومان ورکوي د بلې خوا همدغه غلط سیاست د پوټین روسیه وهڅوله چې په نړۍ کې دویم نمبر ځواک په هیله خپل بخت امتحان کړي چې ښه یې امتحان کړ.
پوټین چې د شوروی د سقوط د دوران یو مشاهده کونکی سیاست مدار دی هغه د دغه سقوط له ترخو هومره زده کړل چې د ننۍ روسیې د اقتصاد او نړیوال موثر سیاست لپاره پکې موثر قدمونه واخلي.

پوټین نن د هغسې پروني روسیې واکمن نه دی چې وګړیو یې په پردیو هیوادونو د پرګنو د ښه ژوند له تاثر نه د مایوسۍ احساس کاوه بلکې د پوټین روسیه نن د اروپايي هیوادونو په پرتله هم په اقتصادي لحاظ او هم په نړیوال سیاست کې د موثر دریځ له مخې مخکې او موثره ښکاري.

دویم پول:

که څه هم په سوریه کې د امریکا غلطو دریځونو د پوټین روسیې ته د نوي شوروی د لور په تګ کې اولنۍ دروازه پرانستله او په منځني ختیځ کې د ایران او سوریې او حزب الله نه یو سیه ایز بلاک جوړ کړ ولې په اوکرائین کې د اوباما غلطو لاسوهنو او بیا قدم په قدم شاتګونو روسیې ته د داسې قدمونو اخستلو توان او تجربه ورکړه چې نن پکې پوټین اوکرائین په یوه عملیه تجزیه ودراوه بلکې دا اوکرائین دی چې د مزیدو تجزیو د ګواښ سره لا پکې نور هم مخامخ کېږي ولې اوباما پکې د سیاسي تشو ګواښونو په پوله ولاړ دی، پوټین او روسيې ته د نړیوال ځواک په لور د یوه نوي پړاو زمینې جوړوي.

اوکراین یوه حساسه کرښه:

امریکا باید له سوریې نه درس اخستی وای او د هغو مداخلو نه یې لاس اخستی وای چې بیا د پائلو جرأت نلري.

عراق او افغانستان خپل خپل شرائط لري، دلته په ګډوډۍ کې له امریکا سره کېدای شي نور سیمه ایز عظمت طلبان هم شریک وي ولې سوریه پکې هغسې وه چې باید پکې امریکا ډېر فکر کړی وای او دغه مظلوم ملت یې داسې د بې رحمۍ په لمبو کې یواځې سوزولو ته نه وای ټیله کړای.

ولې په اوکرائین چې مداخلې چې په سوریه کې د امریکا د ناکام سیاست نه وروسته پيښې شوې او په سوریه کې د روسیې د نیغ دریځ دروازه پرانستله امریکا باید پکې په دې خاطر زیات فکر کړای وای چې:

اول دا چې اوکراین د مخالفې پاتې شوې اروپا سره د روسیې د نفوذ او بقا حساس خطر دی

او بله دا چې په دغسې کرښه کې په ناکام تدبیر ولاړې مداخلې به بیرته نړۍ د ساړه جنګ شرائطو ته وړي او دلته د سیالیو او رقابتونو لړۍ پیل کول به روسیه پر هغه سیاسي نوښتونو دروی چې کېدای شول روسیې پکې شل کاله وروسته ځان جوړ کړی و.

دا پکې د آسیا د دمې ځای شو!

په اوکرائین کې د امریکا نفوذي مداخلو روسیه له نهاده راژوندۍ کړه او دې حساسې کرښې د پوټین روسیه پر هغو تلافي کونکیو لړیو ودروله چې د دریو میاشتو په لړ کې روسیې د امریکا درې ګونې ګواښونه په اوکرائین کې د پوټین په درې هغو مدخلو ځواب کړل چې اوکرائین پکې اصلي ځای ته په یوه پيړۍ کې بیرته نه شي رسیدلی ولې اوباما پکې یواځې خبرې کوي او نژدې ده چې په اوکرائین د امریکا د ساړه دریځ او سیاسي ماتو خبره بیا هاغه مفکوره راژوندۍ کړي چې امریکا هسې په نړۍ کې کاغذي ببر دی.

دا پکې یوه ښه غلطي ده چې د اوباما امریکې وکوله او د سیاسي پهلوانیو لپاره یې اوکرائین او د اروپا جوار انتخاب کړ؛ ځکه چې د روسیې سره په دغه کرښه باندې ټکر او پارونې به آسیايي بې سرپرسته ملتونه له هغو تودو جګړو نه څه نا څه وژغوري چې پکې تر هر چا زیات د همدغو اسیايي هیوادونو بې همته حکمرانان یې کوربانه دي او خپل ملتونه پردیو او د پردیو جګړو او مداخلو ته سپاري.

اوباما د نوي شوروی دویم معمار:

تېر شوروی په افغانستان کې خپلو مداخلو د افغان ملت له قهره او د هغه غرب او امریکا د غچ سره مخامخ کړ چې په ویتنام کې د خپل شرمیدلي ماتې د تلافۍ لپاره همداسې یوځای غوښت.

که څه هم شوروی باید په افغانستان کې د ۱۹پيړۍ د پای قوي سیال پرنګي تکرار ماتو پوه کړی وای چې په افغانستان کې یې له ډېر احتیاط نه کار اخستی وای ولې د خدای تقدیر پکې دا راغلي چې مونږ پکې د دغو لوی مداخله ګر هیواد له شره وژغوري چې وې ژغورولو او د شوروی پکې منحل او روسیه پکې تجزیه له خطر سره مخامخ شوه که څه هم ګورباچوف پخپل تېر اقدام کې تر هر چا ډېر په وخت، نړۍ د شوروی له شره وژغورله ولې د شوروی په غیاب کې له امریکا نه هغه سیاسي شیشکه جوړه شوه چې شوروی د نورو ماشومانو هجوم امریکا په میراث ویووړ او نن پکې اسیا د یوې پراخې ګډوډۍ ماحول دی.

روسانو په تېرو پنځلس کلونو کې هومره ارام دریځونه ونیول چې هغوی پکې د یوې خوا خپل ځان جوړ کړ او د بلې خوا یې د تېر شوروی په اړه شته حساسیتونه هم د امریکا پر اوږو بار کړل او پوټین پکې د همدغسې نقطې په درک په وروستي راتګ کې امریکا درې ځله چلنج کړه او هر ځل یې امریکا شاتګ ته ودروله او نن پکې او بیا په اوکراین د نورو مداخلو په لړ کې روسیه خپله د هغه تېر شوروی په خوا د قدم اخستلو لپاره چمتو کړې ده او په دې اړه تر هر چا زیات پوټین پکې زړه ور پېل وکړ.
ولې دا هم پکې باید ومنو چې د اوباما امریکا په وروستیو شپږو کلونو کې داسې دریځونه ونیول او بیا په تېره سوریه او اوکراین کې چې هغوی خپله پکې روسیې ته د مبتکرو دریځونو هغه حوصله او چانسونه ورکړل چې کېدای شي په راتلونکیو لسو کلونو کې روسیه خپل «تی ورکړي» هیوادونه یو یو یې لکه اوکرائین بیرته تېر کړي.

د اوکرائین تجزیې او بیا پکې د اوکرائین ساړه عکس العمل وښودله چې روسان پخپل ګاونډ کې د خپل زاړه نفوذي دوران په کلچر کې د دغو هیوادونو د ملګري کولو او یا وهلو ښه هنر لري.

په دې حساب د اوباما سیاستونه په دې اړه د پوټین سره هومره مرستندوی شول چې کېدای شي دا پکې صحیح وخیژي چې اوباما د نوی شوروی په خوا د روسیې د خوځیدو دویم معمار دی.

افغانستان به خپل زاړه ځای ته ځي:

د امریکايي مداخلو ځورولي افغانان او د امریکايي حمایو نازولي افغانان باید دا پکې درک کړي چې که د اوکرائین زخم د غرب او روسیې په منځ کې پېل شوې سیالۍ لږه نوره هم مالګینه کړه نو نور به په افغانستان کې نه دغه پریکنده مداخلې وي او نه به پکې د امریکا دغه حمايې چې ډېری افغانان یې پکې ان پخپلو ملي ارزښتونو هم وخیژول.

امریکا چې دلته د روسیې سره د هند هیواد د اوږدې ملګرۍ نه په شکولو کې مایوسه شوه او هم په سوریه کې د ایران د نیغ دریځ نه له ایران سره جوړ جاړی ته ولاړه نور نو پکې امریکا وغواړي که ونه غواړي یوځل بیا د پاکستان ملګرۍ ته په شا کېږي او افغانستان به بیا خپل زاړه ځای ته ځي.

که څه هم دا چې مونږ وویلې دا به په آسانۍ ځکه ژر ونه شي چې دلته د یوې خوا د حمایو نازولي د یوه بل سیاست نه په ډېره ښکته درجه کې ژوند کوي او د بلې خوا د امریکا جدي مخالفین پکې هومره قوي او ژور سیاستمداران نه دی چې خپل هيواد د دغو ښو چانسونو په ګټه اخستلو کې هم له جنګه وژغوري او هم له مداخلو؛ ولې بیا هم په یو اوږد واټن کې او د یو لړ بې ځایه قربانیو وروسته دغه حالت خپله د افغانستان د طبیعي تسلسل په سلسله کې راروان دی او باید زمونږ تقسیم شوې افغانان پکې د یوه دردیدلي هیواد راتلونکی په اسانۍ جوړ کړي، چې مایوسي پکې نه ده په کار، ځکه امریکا په باطل فکر کې روسیه او چین-  د خپل حضور د دوام لپاره به یې د طالبانو په حضور او جنګ – دوکه کول ولې دا پکې د همدې جنګ ادامه ده چې کېدای شي روسیه او چین به یې په حاشیه کې نوی دریځ ته ځان ورسوي.

استاد محمد زمان مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x