پر بګرام هوايي اډه توغندیز برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي خپل پسرلني علمیات يې د «خندق» په نوم، پر بګرام هوايي اډې له توغندیز بریده پیل کړل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې توغندي پر ټاکلیو اهدافو لګیدلي، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویل شوي.

«توغندي په ټاکل شویو هدفونو ولګیدل او په مهال یې اشغالګرو ته درانه تلفات واوښتل.»

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د ملي دفاع وزارت د طالبانو عملیات «تبلیغات» بللي او ويلي يې دي، دوی يې پر وړاندې پوره تیاری لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، دوی د هوايي بریدونو له لارې طالبان ځپلي دي.

طالبان چې هر کال خپل عملیات په نویو نومونو پیلوي، د سږنو عملیاتو د هدف په اړه يې ويلي: «امریکایان او د هغوی استخباراتي ایجنټان به یې لومړنی هدف او داخلي ملاتړي به د ثانوي هدف په حیث ورکې په نښه کیږي او هم به دفتنه ګرو را ټوکیدلي او راټوکېدونکي حرکتونه په نطفه کي خنثی کیږي.»

دوی نن سهار هم د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې پوسته سقوط کړه او د دریو پولیسو په وژلو يې د پوستې مهمات له ځان سره وړي دي.

په ورته وخت کې يې په غزني، زابل، خوست، نورستان، پروان، ننګرهار، میدان وردګ، کونړ، فاریاب، هلمند، کاپیسا او ګڼو نورو ولایتونو کې د بریدونو خبر ورکړی دی.

2
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

د کابل غلامان او باداران بیا د طالبانو د الخندق په نوم د نوی کال د کابل د غلامانو او بادارانو په مقابل کی جهادی کړنی بیا یو تبلیعات او د مورال لوړوالی د پاره کوی اصل کی کومی لاسته راوړنی ا و بریالیتوبونه چه طالبان په تیرو ۱۷ کلو کی تر لاسه کړی دا د طالبانو نه هوښیارتیا او نه پیاوړتیا وه دا د الله ج غیبی نصرت وو ، چه مونږ د هغه نصرت په مقابل کی عاچز پاتی یو ، د طالبانو د مادیاتو په مقابل کی مونږ هر ډول اماده ګی لرو مګر د طالبانو دمعنویاتو… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

بیلکل اجمل صاحب.د ځینی خلکو لوڼه او زامن له امریکایانو سره په شفا خانو کی نرسنګ کوی.او ښه تنخواه هم ورکوی.او پته یی نه لګیږی چه د شپی نوکری کی امریکایان څه ور سره کوی،او د هغوی پلارونه ځانونه ته پښتانه او مسلمانان هم وایی.نو واک د ستا ته کومه ټاپه په لګوی په دا خلکو؟