بې خونده پخلی / ژباړه: غنچه ګل ارمان

وايي د يوې ډېرې ښې ښځې، ډېر غوسه ناک او جنګېرک ميړه په برخه شو. هر وخت به په دې په غوسه وو چې د ښځې پخلی يې بې خونده دی. ښځې به چې هر څومره خواري هم پکې وکړه، هغه به بيا هم ناخوښ وو او تل به يې د پخلي له بې خوندۍ سر ټکاوو.

سړي به چې هر وخت کتغ ته ګوتې ور وړې، و به غړمبېد چې دا نو څه بې خونده شی دې پخ کړی، نه دې پکې ګرد مالګه اچولې او نه دې پکې يوه ټونګه مساله. ښځې به يې هر وخت هڅه کوله چې هغه په دې قانع کړي چې پخلي کې څه ستونزه نه شته او خوندور دی، مګر هغه هېڅکله نه منله. هر وخت به يې د پخلي پر سر سپکې سپورې ور ته ويلې او ويل به يې چې نورې ښځې خو څه کوې، د وړو نجونو د لاس پخلی هم د دې له پخلي خوندور دی.

په دې کې ورځې شپې تېرېدې، ميړه يې ښځې ته ګواښ وکړ چې که پخلی دې سم نه کړې، بن در باندې راولم. مګر د ښځې په پخلي کې له دې ګواښونو سره، سره هم څه بدلون را نه غی.

سړي له ځان سره وويل چې دا خو په دې ګواښونو هم سمه نه شوه، راځه داسې کار وکړه چې د يوه خيالي واده خبره شروع کړه چې که له هغې سره سمه شي. هماغه وو چې يوه ورځ يې د کوژدې اوازه ګډه کړه، او بله ورځ يې واده ته د تياري آوازه. کور ته يې وريژې مريژې او د واده کميس راووړ او ويې ويل چې په پلانۍ ورځ له خيره سره واده دی او دا کميس به دوهمې ښځې ته ور وړي چې کور ته يې پکې راولي. د واده کميس يې په داسې ځای کې يې کېښود چې ښځه يې وګوري.

د خيالي واده په ورځ ښځه د ميړه کوټې ته لاړه، کميس يې راواخيست او يو ليک يې پکې کېښود. سړی چې راغی چې د خپلوانو له کوره را پور کړی هغه د واده کميس بېرته ور وړي، چې ګوري په هغې کې يو ليک ايښی چې پکې ليکل شوي وو:

“خورې،

غواړم له دې خبرې دې خبره کړم چې دا زما د سړي د دوهم واده اصلي دليل دا دی چې زما پخلی تل بې مالګې او بې مسالې وي او ده ته بې خونده ښکاري او تا د دې له پاره را ودوي چې خوندور پخلی ور ته وکړې.

مګر دې ته دې پام وي چې سړی له ځان نه خبر نه دی، دی د لوړ فشار او معدې په ځنډنۍ ناروغۍ اخته دی او نه مالګه ور ته ښه ده او نه مسالې. ما بنې ته غاړه کېښوده خو دی مې له دې ناروغۍ نه خبر نه کړ چې نور يې زړه و نه لويږي. پام دې وي چې ده ته مالګه او مساله ښه نه دي چې په نْګولي کې يې ور ته وا نه چوې”.

درس:

ډېر کله مونږ د ځينو خپلوانو او ملګرو په ځينو کارونو او ځينو نيوکو خفه کيږو، او زمونږ له ټينګار سره، سره هغوی له خپل دريځه نه اوړي. هغوی له ورايه پړه ښکاري. مګر ستونزه اصلاً په مونږ کې وي او هغوی زمونږ د ښېګڼې له پاره د خلکو خولې ته ځان اچولی وي او د خپل او پردي خبرې پر زړه تېروي.

ډېر کله پر مونږ د ځينو نږدې دوستانو ځينې نيوکې او ځينې مشورې بې خونده لګيږي او لږ تر لږه په زړه کې ترې ګيله من يو، مګر دې ته مو پام نه وي چې د هغوی دغه بې خونده خبرې د نورو له هغو خوندورو خبرو څخه چې مالګه او مساله يې برابره وي، ډېرې ګټورې دي.

ډېر کله مونږ ته په ټولنيز ژوند کې د ځينو خبرې ستوغې او سپورې ښکاري، مګر دې ته مو پام نه وي چې هغه د ځينو نورو له غوړو خبرو ډېرې ګټورې وي.

ځکه نو، د داسې دوستانو د پړولو، پړ ښودلو او له هغوی سره د ښکرو اړمولو پر ځای بايد سړی لومړی ځان وګوري او د خبرو د بې خوندۍ، سپوره والي او ستوغوالي اصلي لامل ولټوي. ډېر کله هغه ترخې خبرې ترخو درملو ته ورته وي، مګر مونږ يې د ماشومانو په څېر خوړلو ته چمتو نه يو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.