
افغانستان
کندهار:چريکي بريد کې قومندان (حاجي ملا) وژل شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل)د کندهار ښار په نهمه حوزه کې چريکي بريدکوونکو د ملي امنيت ادارې يو تن فعال کارمند قومندان ( حاجي ملا ) وژلی.
پېښه نن سهار په یاده حوزه کې د خبریال عبدالمنان ارغند له وژلو وروسته رامنځته شوې.
د قومندان حاجي ملا د وژلو مسؤليت طالبانو منلی ، د دوی په وينا نوموړي (( په ظلم کې خورا شهرت درلود ، د کندهار ډېر بې ګناه وګړي يې په شهادت رسولي وو او ډيري کورنۍ يې د ویر پر ټغر کښېنولي وې)).
د نهمي حوزې پولیسو ويلي بريدګر له سیمي په تېښته بريالي شوي.
قومندان حاجي ملا په کندهار ښار کې د نهمي حوزې د ملي امنیت ادارې مأمور وو.