افغانستان

ایساف: سويل کې مو يو سپی او درې عسکر وژل شوي

نن ټکی اسيا: افغانستان کې د ايساف رسنيز مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن جمعه د غبرګولي په دېرشمه نېټه د افغانستان سويل کې ددوی درې عسکر او يو سپی وژل شوي دي.

خبر زياتوي، چې نوموړي عسکر د طالبانو په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.ايساف د خپلې کړنلارې له مخې د پيښې دقيق ځای او د وژل شويو عسکرو هويت نه دی څرګند کړی. 

بل پلو د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی يو تن سرتېري ملګري نن سهار اته بجې د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ نرې مانده سيمه کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتيری بريد کړی، چې نتيجه کې يې درې زغره وال ټانکونه ويجاړ او پنځلسو بهرنيو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

احمدي وايي، چې د سرتيري بريد له امله ۱۲ بهرني پوځيان وژل شوي او پنځه نور مرګوني ټپيان دي.

د هلمند ولايت چارواکو هم د سرتيري بريد پخلی کړی دی.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک وايي، چې نادعلي ولسوالۍ کې پر بهرنيو عسکرو سرتېری بريد شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x