ورزش

د ۲۰۱۹م نړیوال جام پوره مهالویش اعلان شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غویي، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام پوره مهالویش اعلان شو، چې به په کې افغانستان د راروان کال د جون میاشتې په اوله نېټه خپله لومړۍ سیالۍ د استرالیا لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

اټکل کیږي چې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام سیالۍ به د راروان کال د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پېل کیږي او په ۱۴م جولایي به پایلوبه ترسره کیږي، د پایلوبې ساتلو لپاره ۱۵مه نېټه هم غوره شوې ده (که چیرې په ۱۴مه نېټه لوبه د باران یا بلې ستونزې له کبله ونشي په سبا به یې کوي).

په دغه نړیوال جام کې چې د تېرو ۲۸ کالو نه یې قانون بدل او د ۱۹۹۲م کال قانون عملي کړی، چې ټولې ۱۰ لوبډلې لري، هره لوبډله به د بلې پر وړاندې په لومړي پړاو کې ۹-۹ سیالۍ ترسره کوي ترسره کوي، چې له دې څخه به ۴ لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د استرالیا پر وړاندې په ۱ جون ترسره کوي

دویمه په ۴م جون د سرېلنکا پر وړاندې

درېیمه په ۸م جون د نیوزېلنډ پر وړاندې

څلورمه په ۱۵م جون د سویلي افریقا پر وړاندې

پنځمه په ۱۸م جون د انګلستان پر وړاندې

شپږمه په ۲۲م جون د هند پر وړاندې

اومه په ۲۴م جون د بنګلدیش پر وړاندې

اتمه په ۲۹م جون د پاکستان پر وړاندې

نهمه او وروستۍ لوبه به په ۴م جولایي د ویسټ انډيز پر وړاندې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په غوراوي سیالیو کې د سخت حالت نه وروسته لومړی ۲۰۱۹م نړیوال جام ته لار ومونده او ورپسې یې پایلوبه کې ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه او ددغو سیالیو اتلولي يې هم خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x