د ریال میدرید او بایرن میونخ لوبډلې نن شپه نیمه پایلوبه کې مخ کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غويي، ۱۳۹۷ل): نن شپه د اروپا اتلانو لیګ ددویمې نیمه پایلوبې لومړی پړاو سیالۍ د کریسټيانو رونالډو او بایرن میونیخ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

دغه نیمه پایلوبه چې د هسپانوي کلب ریال میدرید او جرمني کلب بایرن میونخ ترمنځ ترسره کیږي، نن د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۱۵ بجې پېل کیږي.

د نیمه سیالیو لومړي پړاو لومړۍ لوبه د انګلستان کلب لیور پول او اټالوي کلب روما ترمنځ ترسره شوه، چې د مسلمان فوټبالر محمد صلاح په زړه پورې لوبې روما لوبډلې ته په ۵-۲ ماتې ورکړه.

په نیمه پایلوبه کې دوه پړاوه لوبې ترسره کیږي، چې هره لوبډله به پخپل کوربه توب یوه لوبه ترسره کوي، چې په پای کې به د اګریګریټ قانون له لارې پایلوبې ته لار مومي، د نیمه پایلوبې دویم پړاو لوبې به د مۍ میاشتې په ۲مه او ۳مه نېټه ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې په کوارټر پایلوبه کې روما لوبډلې بارسلونا ته، ریال میدرید لوبډلې یوونتوس ته، لیور پول لوبډلې مانچستر سیتي ته او بایرن میونخ لوبډلې سیویلیا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د