
اسلام اباد: يو زيارت کې د مېلې پر مهال چاودنې ۵۴ تنه ټپيان کړي
نن ټکی اسيا: د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه يو زيارت کې چاودنه شوې، چې لږ تر لږه ۵۴ تنه يې ټپيان کړي دي.
د اسلام اباد کمشنر وايي، چې شهزاد ټاون کې ننګابابا په نوم يو زيارت کې د مېلې پر مهال چاودنې ۵۴ تنه ټپيان کړي، چې د اوو کسانو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دی؛ خو عيني شاهدان وايي، چې چاودنه کې لږ تر لږ اتيا کسان ټپيان شوي دي.
خبر زياتوي، چې ټپيان د اسلام اباد او راولپينډۍ لويو روغتونونو ته وړل شوي دي.
د اسلام اباد پوليس وايي، چې چاودنه زيارت ته نژدې په يوه ونه کې د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه شوې.
پوليسو سيمه کې د شکمنو کسانو پلټنه پيل کړې ده.
د اسلام لويو روغتونونو پمز، پولي کلينک او بې نظيرې روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه هيچا نه دی منلی.