افغانستان

کندوز: پوځي عملیاتو سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د کندوز د اقتاش ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي وايي چې د پوځي عملیاتو له امله يې خپل کورونه پرېيښي دي.

دغه کورنۍ چې شمېر يې تر څلورو سوو اوړي، په سیمه کې د بمبارۍ، جګړې او ډار له امله نورو ځایونو ته کډه شوي دي.

کډوالې شوې کورنۍ خان اباد ولسوالۍ، کندوز ښار او ځينو نورو خوندي سیمو ته تللي دي، خو د امکاناتو له نیستۍ سر ټکوي.

دولتي ځواکونو په اقتاش ولسوالۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې عملیات پیل کړي، چې د ځايي اوسېدونکو له قوله پکې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ټپيان دي.

د کندوز ځايي چارواکي وايي چې ګڼو طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د بلخ په چهاربلوک کې هم د پوځي عملیاتو له امله سلګونو کورنیو خپل کورونه پرېښودل.

ازادي راډيو د دوی له قوله ويلي و، چې امنیتي ځواکونو ملکي وګړي او د خلکو کورونه په نښه کول، دوی د عملیاتو له امله خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شول او د غرو په غارو کې يې واړول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx