
افغانستان
کابل: ننګرهاریانو د والي پر ضد د ارګ مخې ته لاریون وکړ
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتی مسؤلین وايي چې لسګونو تنو ننګرهاریانو د ننګرهار د والي ګلاب منګل پر ضد لاریون وکړ.
د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي چې لاریون کوونکو له ارګ غوښتل چې والي يې له ولایت نه لري کړي.
لاریون کوونکي ګلاب منګل په ننګرهار کې په نا امنیو کې په لاس لرلو تورنوي او له لوړ پوړو چارواکو يې ګوښه کول غواړي.
دوی چې د والي پر ضد شعارونه ورکول، د حشمت ستانکزي په وینا شمېر يې تر سلو تنو پورې رسيد.
د دې لاریون له کبله د ارګ شاوخوا لارې د ترافیکو پر مخ تړلې وي.
ياده دې وي ننګرهار کې د تېرې دوشبنې په شپه هم درې تنه په چپرهار ولسوالۍ کې ووژل شول، چې قاتل يې نن طالبانو نیولی دی.
تول.افغانانو.دهليه.دسي.فورتيسي.مجادوكي