تر الخندق عملیاتو وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تر معمولي ځنډ وروسته بالاخره طالبانو نن سهار د الخندق په نوم خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.

د دې عملیاتو په اعلانولو سره هغه ټولې ارزونې او توقعات هم له منځه ولاړل چې د سولې عالي شورا او د ګډ حکومت نورو ځینې چارواکو لرل چې طالبان د ښاغلی غني د سولې پر وړاندیز په خپلو منځو کې سلا او مشورې کوي.

طالبانو د رسمي اعلامیې په ترڅ کې د الخندق پوځي عملیاتو اعلانولو وجوهات په دریو نقطو کې داسې خلاصه کړي:

د هیواد پر ځمکې او فضاء د بهرنیو ځواکونو کنټرول ، پر ولسي خلګو او مذهبي مراکزو د هغوی قصدي بمبارۍ او د امنیتي تړون له مخې په افغانستان کې د متعددو امریکايي نظامي اډو موجودیت ټول هغه عوامل دي چې امریکایان غواړي د جګړې او اشغال د تداوم له لارې خپله ولکه پر افغانستان ټینګه کړي.

واقعا هم که د افغانستان لپاره د ټرمپ د پوځي ستراتیژي له اعلان راهیسي د افغانستان وضعیت ته وکتل شي نو هلته د جګړې د خاتمې او سولې د تأمین هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي.

کومې هلې ځلې چې د ګډ حکومت او د هغه اړوند د سولې عالي شورا لخوا تر سره کیږي هغه فقط شعاري بڼه لري چې د امریکایانو د عملي جنګي اقداماتو په ترڅ کې د پلي کیدو چانس ناشونی دی.

د طالبانو د ځپلو او کمزوري کولو لپاره د امریکایانو د پوځي هڅو ترڅنګ د هغوي په لمسون د ځینو نورو تحرکاتو تر سره کول د جګړې غځولو او د افغانانو ترمنځ د درز پیدا کولو بله هغه هڅه ده چې هدف تري د افغان ستونزې اوږدول او هغې ته نور ابعاد پیدا کول دي.

ځکه د اربکیانو ، پاڅونوالو او سنګوریانو پروژې هم په پیل کې دغو تحرکاتو ته ورته هغه بهرنۍ پروژې وې چې ظاهرا د جګړې د خاتمې او سولې د تحقق په پلمه ایجاد شوي مګر وروسته هغه هره یوه په جنګي پروژی بدله او د افغانانو خلاف وکارول شوې.

د طالبانو د الخندق عملیاتو اعلانول د امریکايي جنګی ستراتیژې او پوځی تحرکاتو په مقابل کې د هغوي پوځي غبرګون دی چې خامخا به ورسره په افغانستان کې جګړه ییز وضعیت تشدید پیدا کوي او دا هغه څه دی چې امریکايي پوځي چارواکو یې د ګډ حکومت د سوله ییزو هڅو په ترڅ کې لا پخوا وړاندوینه کړې وه .

تبصرې (1)

  • په ډیر خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ،چه طالیبانو خپل پسرلنی عملییات د الخندق په نوم اعلان کړ،او حکومت څه موده مخکی د نصرت په نوم خپل عملیات اعلان کړی وه.د دواړو عملیاتو هدف د عام ولس وژنه ده.نو د دواړو عملیاتو (د خندق عملیات او هم د نصرت عملیات)مقابل کی عام ولس د نجات عملیات اعلان کوی،او په توکل د الله ج به عام ولس به خندق او نصرت عملیات به په شا تمبوی ،دا چه عام ولس تش لاسی دی ،نه اسلحه لری او نه په کوم هیواد پوری تړلی دی،نو عام ولس به صرف له الله ج څخه د خپلو ځانونو نجات غواړی نو مو د عملیات ته د نجات نوم ورکړی دی.د نجات عملیات مخه وا ضح ده،هغه دا چه ټول عام ولس به،بعد له فرض څخه دوه رکعته نفل لومنځ کوی ،او بیا قا تیلانو ،ظالمانو ،ځانمرګیو ،پیلوتانو ،کفارو،منافیقینو.ته ښیرا کوی او د ځانونو لپاره به الله ج څخه نجات غوښتنه کوی،او د سولی څو کالی لپاره به دعا کوی.دا چه روژه هم را راونه ده،نو عام ولس به الله ج څخه زیاته مرسته وغواړی ،بیشکه چه الله ج د مظلوم مرسته کوونکی دی ،نو انشالله ډیر زر به زمونږ د عام ولس د دعاګانو او په ښیرا ګانو سره ظالمین ورک ،او مونږ به نجات پیدا کړو.انشالله.